د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

په ازبکستان کې حکومت ګڼ شتمن نیولې دي


د ازبکستان ولسمشراسلام کریموف
د ازبکستان ولسمشراسلام کریموف
په ازبکستان کې په تیرو څو ورځو کې یو شمیر شتمن خلک د حکومت له لورې نیول شوې دي.

د رپوټونو له مخې په نیول شویو کسانو کې د تاشکند د لومړۍ درجې د فوټبال کلپونو یو څښتن ، په ازبکستان کې یو مشهور عمده فروش، د تعمیراتي چارو یو مسوول او د بانکونو څو تنه مشران هم شته، خو بل لور ته یو شمیر لوی سوداګر بیا له ویرې له دې هیواده تښتېدلې دي.

داسې ښکارې چې دا نیونې د ولسمشر اسلام کریموف د دیسمبر میاشتې د وینا له مخې شوې دي، د اوزمیترونوم ډاټ کام ویب پاڼې په وینا ولسمشر کریموف ویلي و چې په حاکم ګوند کې به داسې نه وي چې یو بل یو ډول شتمني لري بل به بل ډول تر لاسه کړې وي، ټول باید دې ته پام وکړي.
ازبک چارواکي دا هڅې له اداري فساد سره مبارزه ګڼي خو د یو شمیر سرچینو په وینا چې نورې خبرې هم شته او د دغه هیواد منزوي رسنیو کار سخته کړی دی څو څوک سم پوه شي چې هلته څه روان دي.

د ازبکستان په حکومت کې یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دا رپوټونه تایید کړل چې له یو شمیر مهمو سوداګرو چې شک پرې کیده تحقیقات شوې دي او یو شمیر نیول شوې هم دي، خو دغه مسوول دا خبره رد کړه چې ټول نخبه سوداګر په نښه شوې دي.

ګالیما بخارباییوا چې له څو کلونو راپه دې خوا د ازادۍ راډیو له ازبک څانګې د ازبکستان د پېښو رپوټ ورکوي، وایي
((دا پیښې د خطر زنګ شرنګوي، په عین وخت کې دا پیښې د خلکو له سترګو پناه کیږي. کله چې د ازبکستان د یو شمیر مهمو سوداګرو د زندانی کیدو اوازې او په دې اړه نه تایید شوې رپوټونه خپاره شي، نو دا ثابتوي چې هیڅوک هم په ازبکستان کې سل په سلو کې مصون نه دی))

د یو شمیر ویب پاڼو په وینا د ازبکستان د ستر مارکیټ کاروان بازار مالک دیمیتري لیم له پنځوسو نورو سترو سوداګرو سره نیول شوې دي، ویب پاڼو د نورو پیژندل شویو سوداګرو لکه د علي نوروتادینوف نوم هم اخیستی دی چې د باکي اباد د سمینټو د کمپنۍ څښتن دی داسې د نورو ګڼو کسانو نومونه یاد شوې دي چې اوس په توقیف کې دي.
XS
SM
MD
LG