دغه حشر د جمعې په سهار په كابل ښار كې د ښاروالۍ او تنظيفاتو رياست د كار كوونكو تر څنګ د كابل ښار د سلګونو ښاريانو په ګډون پيل شو.
په دغه حشر كې د ښار د سړكونو او ويالو پاكولو تر څنګ د ميوه لرونكو او غيري ميوه لرونكو نيالګيو اېښول هم شامل وو.
د كابل ښاروال محمد يونس نوانديش د دغه حشر په اړه وايي:
"د کابل ښار په ټولو ۲۲ ګونو ناحیو ته سپارښتنه او د کابل ښار له ښاریانو څخه غوښتنه شوې ده، چې په دې اشر کې ګډون وکړي.
دا یو عمومي اشر دی، چې د نوی راتلونکي کال په ویاړ پیل شوی، څو راتلونکي کال ته ښکلی او پاک ښار ولرو.
په دې اشر کې شاوخوا درې زرو کسانو د تنظیافوتو د ریاست، کابل ښاروالۍ څخه او کابل ښاریانو ګډون کړی."
ښاغلي نوانديش وويل، چې ۸ زره نيالګي د دوى له خوا کرلو ته برابر شوي او له ټولو ښاريانو څخه هيله شوې، چې د ښار د ښكلا لپاره نيالګي كښېږي.
د كابل ښار يو اوسېدونكونكى سفير محمد، چې په حشر كې يې ګډون كړى وايي، يوازې ښاروالي نه شي كولاى چې ښار پاك او زرغون كړي، نوموړى وايي، بايد رسنۍ او د پوهنې وزارت خلكو ته عامه پوهاوي وركړي.
"په ټولنې کې باید د پاکوالي اجتماعي احلاق رامنځ ته شي. که څوک ښار ته وځي او هر یو تن په ښار کې یو کاغذ وغورځوي نو په یوه ورځ کې به ۵ ملیونه کاغذ پراته وي.
د رسنیو له لارې باید دوی ته ښوونه او روزنه ورکړل شي او د پوهنې وزارت دې په تعلیمي نصاب کې شامل کړي."
دا حشر په كابل ښار كې داسې وخت وشو، چې كابل ښاروالۍ وايي، اوس هره ورځ په ښار كې ۳۵۰۰ ټنه كثافات ټوليديږي او دوى يوازې كولاى شي ۲ زره ټنه يې له ښاره وباسي دا ځكه، چې پرسونل او وسايط يې لږ دي.
د چاپيريال ساتنې څېړنكي وايي، د هر ښار په پاكي، ښكلا او ساتنه كې د ښار د اوسېدونكو ونډه ډېره مهمه ده.
دوى وايي، چې كابل ښار به تر هغو پاك او ښكلې نه شي څو چې خلكو ته عامه پوهاوى ونه كړل شي.
معصوميوند- كابل