د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۴

جمعه د مارچ 12 مه


کرسچېن ساینس مانیټور او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو د مارجې د عملیاتو او په افغانستان کې د بېکارۍ د زیاتوالي په اړه مطالب خپاره کړي دي، چې نوریاس نوري ترې لاندني مطالب راچاڼ کړي دي.

کرسچېن ساینس مانیټور:

کرسچېن ساینس مانیټور ورځپاڼه په وروستۍ ګڼه کې، په افغانستان کې د جګړې نوي مقررات عسکر او ملکي خلک یو د بل په په مقابل کې نه دروي، ترسرلیک لاندې یومطلب خپور کړی او لیکي، په مارجه کې د سختو عملیاتو له پیلیدو سره سم د امریکا پوځي قوماندانانو د جګړې مقررات بدل کړل څو د ملکې خلکو ژوند خوندي کړي.

ورځپاڼه لیکي، په دغو مقرراتو کې د شپې له خوا پرحملو او د خلکو د کورنونو په تالاشي بندیز هم شامل دی، چې د ورځپاڼې په وینا دا ځکه چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې اوس دا درک کړي، چې له خلکو سره ښې اړیکې کولای شي، چې د راکټونو د توغولو په نسبت ډیر اغیز ولري.

د کرسچېن ساینس مانیټور ورځپاڼه لیکي، له خلکو څخه دفاع یواځې یوه سیاسي پاملرنه نه بلکه یوه مهمه پوځي چاره او د هغه دښمن په وړاندې یوه حربه ده، چې له ملکي خلکو څخه د ډال په توګه کار اخلي.

د ملکې تلفاتو د شمېر راکمول په حقیقت کې یوبریالیتوب ګڼل کېږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د افغانستان د اته کلنې جګړې په نتیجه کې دا معلومه شوې چې کوم اقدامات اغیزمن وو او کوم کارونه کولای شي اغیزمنه نتیجه ورکړی.

اوس د ملکي خلکو د ژوند خوندي کولو ته پاملرنې یو مناسب تعادل چې د ستاینی وړدی رامنځته کړی دی.

د ورځپاڼې له دې لیکنې سره سم په ارودو کې یوه اصطلاح ده چې وایی ماموریت او هدف له پوځیانو څخه د کاراخیستو په نسبت لومړیتوب لري. د ملکي خلکو خوندي توب او د عسکرو ساتنه یو له بله سره جلا نه ده.

د ورځپاڼی په وینا دې ټکي ته پام سره په لوېدیځو هېوادونو کې په هاغه اندازه، چې د عسکرو روزنې ته پاملرنه کېږي په هماغه اندازه باید د هغوی اخلاقي روزنې ته هم توجه وشي.

په دغسې حالت کې کېدای شي، چې لکه د افغانستان په څېر جګړو کې پرمختګ حاصل شي.

ورځپاڼه زیاتوي دا چې امریکایي او د ناټو ځواکونه به وکولای شي چې په مارجه کې له بریالیتوب وروسته سیمه ښه وساتي، یوه بله مساله ده، خو امریکایي ځواکونو په دې جګړه کې یومهم بری ترلاسه کړ او هغه دا چې د انسانانو ژوند ته په پام سره یې ملکي خلک د ځان دښمنان نه کړل.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بیکاري ستونزه په یوه مطلب کې څیړلې ده.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان ډېر خلک له بیکارۍ سپږمو ته رسیدلي او هغو ملیارډونو ډالرو، چې افغانستان ته ورکول شوي تراوسه یې د افغانستان خلک د بیکارۍ له شره نه دي خلاص کړي.

ورځپاڼې په کابل کې د یوشمیر هغو ځوانانو د ژوند شرایط تشریح کړی، چې د کابل په بازارونو کې په بې صبرۍ د کار موندلو په انتظار کې دي.

یوشمیر ځوانانو دې ورځپاڼی ته ویلي، چې که د امریکا متحده ایالات او نور هېوادونه غواړي چې افغانستان یو باامنه او باثباته هېواد وي، باید په دې پوه وي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره جګړې ته ضرورت نه شته بلکې باید د صناعتي شبکو رغونې ته ډیره پاملرنه وشي.

ورځپاڼه د دغو بیکارانو په وینا لیکي، خلک له طالبانو سره ځکه یوځای کېږي، چې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

یوتن دې ورځپاڼې ته ویلي چې مارجې ته د پنځلس زره عسکرو د استولو پرځای امریکا ولې دغه پیسې د کاري شغلونو د پیدا کولو لپاره نه لګولي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا د امریکا کانګرس له افغانستان سره په بشري او د بیارغونې په برخو کې د نهه دېرش ملیارډ ډالرو مرستې تصویب کړي خو هغه سلګونه ملیونه ډالره، چې باید په دې هېواد کې د فابریکو او د اوبو د نویوبندونو په جوړولو مصرف شوي وي د اصراف کونکو ټیکه دارانو یا د امنیتي ستونزو له وجهې حیف ومیل او یاهم بې ځایه مصرف شوي دي.
XS
SM
MD
LG