د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۴

چهارشنبې د مارچ لسمه


انټرنېشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼه په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د کاروانو د حرکت او تګ راتګ ستونزو ته اشاره کوي.
انټرنېشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼه په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د کاروانو د حرکت او تګ راتګ ستونزو ته اشاره کوي.

نړېوالو ورځپاڼو ګارډین او انټرنېشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼو په خپلو نننېو ګڼو کې د افغانستان په جنوب کې د قومي ملیشو په اړه او د ایتلافي ځواکونو کاروانونو ته د رسېدلو زیانونو په اړه مقالې لیکلي، چې په لاندیني مطلب کې رانغاړل شوي.

ګارډین:

په انګلستان کې خپریدونکي ورځپاڼې ګارډین په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په جنوب کې د قومي ملیشو د تشکیل په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:

که څه هم، چې امریکایي کوماندوځواکونه د افغانستان په جنوب کې د قومي ملیشو خبره پټوي خو دا عمل یي دومره پټ او سري هم نه دی اود افغانستان د جنوب په ځینو کلیو کې وسله والې ملیشي فعالیت کوي.

دې ملیشو ته امریکایي کوماندویانو خاص کمبربندونه ورکړي ترڅو له طالب وسله والو څخه یي فرق وشي.ورځپاڼه وړاندې لیکي:

په امریکا او افغانستان کې ممکن ځیني کسان یا حلقات د ملیشو د جوړېدو ملاتړ وکړي خو دا کار له ستونزو خالي هم نه دی.

د ګارډین په نظر، طالبانو په تېرو وختونو کې د افغانستان د پولیسو او پوځ له لباس یا یونیفورم او ان د امریکا د پوځ له یونیفورم څخه کاراخیستی او دا مهال هم ممکن د ملیشو دا نوي کمبربندونه پیدا کړي او ځانونه خپلو ټاکلو هدفونو ته ورسوي.

ورځپاڼه لیکي: قومي ملیشې د پېسو په بدل کې فعالیت کوي او که چېرې معاشونه ورته ونه رسیږي نو دا، چې کوم کاري تعهد نه لري کېدای شي د خلکو په شتمنیو تعرض وکړي او یا هم د زیاتو پیسو د ترلاسه کولو په مقصد له طالبانو سره یو ځای شي.

خو یو شمېر کسان د قومي ملیشو د جوړېدو ملاتړ کوي او وایي، دا کسان له سېمي او خلکو سره بلد دي او په ډېرې اسانۍ سره د وسله والو د حرکت او فعالیتونو مخه نیولای شي.

انټرنېشنل هیرالډ تربیون:


انټرنېشل هیرالډ تربیون ورځباڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو کاروانونو ته د رسېدلو زیانونو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:

که چېرې اییتلافي ځواکونو ته زیات تاوانونه رسیږي نو دا هم د جګړې د ناکامۍ سبب کیږي، خو د خلکو د زړونو او فکرونو د خپلولو په کارکې ناکامي ترټولو سترخطردی.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د کاروانو د حرکت او تګ راتګ ستونزو ته اشاره کوي او لیکي:

یوه ورځ کابل ته نږدې د امریکایي ځواکونو د موټرو یو کاروان په ټرافیکو کې بند شو. په همدې حال کې چغې او نارې شوې او یوه ډله امریکايي سرتېري، چې په عصري وسلو سمبال وو، له موټرو څخه ښکته شول او خلکو ته یي ګواښونه وکړل او ځان ته یي لاره خلاصه کړه.

بل کاروان، چې د خلکو او موټرو په ګڼې ګوڼې کې بند وو، له کوم غالمغال او چغو پرته ولاړ و او د نورو موټرو په څیر به یي ورو حرکت کاوه.

په همداسې یوه حالت کې له یوې کوڅې څخه یو سړی په بایسکل راووت او له سړک نه تېر شو. ورځپاڼه لیکي:
که چېرې د بایسکل خاوند ځان مرګۍ وای نو د امریکایي ځواکونو او شاوخوا خلکو برخه لیک به څه وای.

ورځپاڼه زیاتوي: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تګ راتګ په هیڅ ډول اسانه نه دی او دا ځواکونه باید یو ډول توازن وساتي، چې په اصطلاح نه سیخ وسوځي او نه هم کباب.
XS
SM
MD
LG