د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۱۹

سې شنبې، د مارچ نهمه


نړېوالو هفینګتن پوسټ فنډ او ډیلي ټلیګراف ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ په اړه مقالې خپرې کړي دي .

هفینګتن پوسټ فنډ:

هفینګتن پوسټ فنډ خپرونې د افغانستان په اړه یوه تحلیلي مقاله تردې سرلیک لاندې خپره کړی ده، په افغانستان کې مالي مسایل څوک څاري؟

خپرونه لیکي، د امریکا متحده ایالاتو په تېرو اتو کلونو کې ۵۱ ملیارډه ډالره د افغانستان په امنیت او بیارغاونې لپاره ځانګړي کړي دي، خو د خپرونې په وینا په افغانستان کې د مالي مسایلو تعقیب او د پیسو لګول همغومره ستونزمن دي لکه د طالبانو د مشرانو تعقیب.

هفینګتن پوسټ فنډ خپرونه لیکي، چې په افغانستان کې پرمالي چارو څارنه ورځ تر بلې سختیږي.

خپرونه یي دلیل داسې بیانوي، د ولسمشر اوباما اداره په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د شمېر د زیاتوالي ترڅنګ د قراردادیانو شمېر هم زیات کړي څو په مختلفو برخو لکه د ښونځیو او حکومتي ادارو د رغولو، له افغان بزګرو سره د مرستې او بالاخره د افغان پولیسو او ملي اردو لپاره د ځواکونو د روزولو په چاروکې خدمت وکړي.

د امریکا د کانګرس د تحقیقاتي خدماتي ادارې په اساس تمه ده، چې د روان ۲۰۱۰ کال تر پایه کابو ۵۶ زره قراردادیان په افغانستان کې په کارونو وګمارل شي.

یعنې د هغو امریکایي سرتېرو دوه برابره، چې افغانستان ته استول کیږي. خپرونه لیکي، د ټیکه دارانو شمېر ښایي له ۱۶۰ زره کسانو واوړي.

هفینګټن پوسټ فنډ خپرونه لیکي، په افغانستان کې په ملکي برخه کې د بیارغونې مصارفات په دې هېواد کې د جنګي مصارفاتو په سلو کې شل تشکیلوي، چې د تېرکال تر پایه پورې ۲۳۰ ملیارډه ډالرو ته رسیدل.

د خپرونې په وینا تقریبا د بیارغونې نیمایي پیسې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه لګیږي.

هفینګټن پوسټ فنډ خپرونې د هغو معلوماتو په اساس، چې لاس ته یي راوړي لیکي، پر هغو پیسو څارنه ډیره سخته او پیچلی ده چې د ټیکه دارانو له خوا لګول کیږي.

خپرونه یي دلایل په دې ډول بیانوي، د کانګرس له خوا بې توجهی، د اغیز من کاري ځواک نشتوالی او د هغو افسرانو او تکنوکراتانو غیر موثره روزنه، چې د بیارغونې پرکارونو د څارنې لپاره افغانستان ته استول کیږي.

ډیلي ټلیګراف:

ډیلی تیلیګراف ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې کښلي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي اعتراف کړی، چې د مارجې د اوسیدونکو په وړاندې حکومت ناکام وو.

ورځپاڼې د هلمند مارجې ولسوالۍ ته د ولسمشر د وروستي سفر په ارتباط لیکلي، چې نوموړي په دی سفرکې د مارجې د پخوانیو چارواکو او اوسیدونکو له تندو تېزو نیوکو سره مخامخ شو.

ولسمشرکرزي خلکو ته وویل، حکومت په ځینو برخو کې خپلې ژمنې پرځای کړي، خو په مارجه کې پاتې راغلی دی.
XS
SM
MD
LG