د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

دوشنې د مارچ اتمه


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله ګڼه کې، د هلمند ولایت په مارجې کې د روانو پوځي عملیاتو د نوې ستراتیژۍ په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله ګڼه کې، د هلمند ولایت په مارجې کې د روانو پوځي عملیاتو د نوې ستراتیژۍ په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی

نړېوالو نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو بیا هم د مارجې د پوځي عملیاتو په اړه لیکنې او تحلیلونه خپاره کړې دي .

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې، د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملیاتو او د افغانستان لپاره د ناټو د نوې ستراتیژۍ په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی، چې په پیل کې یي راغلي دي:

په داسې حال کې چې امریکا او لویدیځو متحدانو یي د افغانستان د جګړې په برخه کې نوې ژمنې کړې دي، دوی پر دې مسئله هم ځانګړی ټینګار کوي، چې د یوې سالمې ادارې له رامنځ ته کېدو پرته به په دې جګړه کې بریالي نه شي.

دوي همدا راز په ډاګه کړې چې مارجه، له طالبانو څخه د یوې سیمې د نیولو، د هغې د ساتلو او هلته د یوې ځواکمنې سیمه ایزې ادارې د جوړولو په مقصد د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ د ازموینې د یو مثال حیثیت لري، خو په داسې حال کې چې لویدیځ هېوادونه د ادارې په برخه کې د افغانانو د کار د کیفیت او کفایت له پلوه اندېښنه لري.

د راپورونو له مخې د دې سیمې د ادارې لپاره د هغه ولسوال ټاکنه، چې جنایي سوابق لري، ښيي چې د داسې یو مشر موندل چې هم د افغانانو او هم د افغانستان د لویدیځو متحدانو لپاره د منلو وړ وي ډېره ګرانه خبره ده.

ورځپاڼه د لویدیځو رسنیو حواله ورکوي، چې وايي حاجې ظاهر چې اوس اوس د مارجې د ولسوال په توګه ټاکل شوی، په جرمني کې څه وخت په جنايي تور په زندان کې تېر کړی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې په خپله حاجي ظاهر دا تورونه ردوي. نیویارک ټایمز وړاندې ليکي، اوس چې افغان او ناټو ځواکونو د مارجې ولسوالۍ زیاته برخه پاکه او مصوونه کړې، د نظم د را وستو او د دولتي خدماتو د وړاندې کولو کې په برخو کې د حاجي ظاهر اجرا ات ځانګړی اهمیت لري.

او دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د دې ولسوالۍ خلک، د حکومت د ژمنو په برخه کې چې تر اوسه عملي شوې نه دي، اندېښنه لري او له امنیتي چارواکو څخه د فساد له امله ستړي شوي دي.

ورځپاڼه د مطلب په یوه بله برخه کې لیکي، حقیقت دا دی چې پخوا د امریکايي او د هغې د متحدو هېوادونو چارواکو ځینې اندېښنې لرلې، خو که د حاجي ظاهر د جنايي سوابقو په اړه راپورونه سم وي، بیا نو ښايي د ناټو په هغو غړو هېوادو کې چې همدا اوس هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پرېښودو او یا اېستلو د مودې په اړه بحثونه په کې روان دي، دا اندېښنې ښايي نورې هم زیاتې شي.

ځکه امریکا او ناټو چارواکي به په دې ونه توانېږي چې په افغانستان کې له یوه ځواکمن او اغېزمن حکومت پرته طالبان له منځه یوسي.

واشنګټن پوسټ:


امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله پرونۍ ګڼه کې په عراق کې د لوبې د ختم تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده چې په پیل کې یي راغلي دي:

د امریکا د ولسمشربارک اوباما د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوبونه تر دې دمه، په افغانستان کې د جګړې سختول، له روسیې سره اړیکو ته بیا کتنه، د ایران د اټومي پروګرام د بهیر د رول او د منځني ختیځ د سولې د بهیر بیاپیل و، خو ورځپاڼه زیاتوي، د سپینې ماڼۍ د بهرني سیاست تر ټولو مهمه ازموینه ښايي د عراق د انتخاباتو له نتایجو سره چې پرون ترسره شول تړلې وي.

په عراق کې میلیونونه خلک پرون یکشنبې د رايي ورکولو مرکزونو ته ولاړل څو د شپږزور کاندیدانو له ډلې څخه د پارلمان د درې سوه دوه پنځوس څوکیو لپاره خپل استازي غوره کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د عراق انتخابات ښايي د منځني ختیځ په تاریخ کې تر ټولو ازاد انتخابات وي. ورځپاڼه وړاندې لیکي، له یوې خوا دا چې د عراق انتخابات له تقلب، یا د تاوتریخوالي له کومې جدي پېښې پرته ترسره شول، او له بلې خوا دا چې له دې وروسته به د دې هېواد په سیاسي ناندرېو کې څه پېښ شي هم د عراق او هم له امریکا سره د دې هېواد د اړیکو د راتلونکې لپاره تعیینونکې ونډه لري.
XS
SM
MD
LG