د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

دوشنبې د کب ۱۷مه


ویسا ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې كابل ته د احمدي نژاد د سفر په درشل كې په افغانستان كې د روان جنګ په اړه د هغه نظر خپور كړی
ویسا ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې كابل ته د احمدي نژاد د سفر په درشل كې په افغانستان كې د روان جنګ په اړه د هغه نظر خپور كړی

په کابل کې نننیو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابیل مطالب لیکلي،چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې نن په خپل لومړي مخ كې د طالبانو د جوړښت او په پښتنو كې د هغوي د ملاتړ په اړه د هالبروك د وروستيو څرګندونو په وړاندې د افغان كتونكو غبرګونونه راخیستي او په غټو ټكو سره يي ليكلي، چې دا څرګندونې پښتنو ته يوالټيماټم دې، چې بايد ختم شي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د هالبروك د څرګندونو معنې داده، چې امريكا له تېرواتو كلونو راهيسې عملا د پښتنو په عامه وژنې بوخته ده.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم په همدې مسئلې بحث كړې او د هالبروك د خبرو په رڼا كې يي په افغانستان كې د امريكا اهداف څيړلې.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې كابل ته د ايران د ولسمشر د سفر په درشل كې په افغانستان كې د روان جنګ په اړه د هغه نظر خپور كړې او ليكلي، چې احمدي نژاد په امريكا د سپټمبر د يوولسمې نېټې حمله يو جعل او هغه په افغانستان د يرغل كولو يوه پلمه بولي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك مارجې ته د ولسمشر كرزي سفر او له ځايي خلكو سره د هغه ليده كاته ته ځانګړې كړې.

ورځپاڼې ليكلي، چې ولسمشر د دې سفر په مهال د مارجې خلكو ته ډاډ وركړ، چې له ټولو امكاناتو څخه به كار واخلي څو مارجه بيا اباده او خلك يي په بشپړ امنيت او سوله كې ژوند وكړاى شي.

ورځپاڼې په يو جلا سرليك كې په افغانستان كې د ناټو د ملكي استازو په حواله ليكلي، چې د مارجې د عملياتو بريا د خلكو د باور له ترلاسه كولو سره تړلې ده.

ورځپاڼې خپله سرمقاله د ښځو نړېوالې ورځې ته ځانګړې كړې او په دې ترڅ كې افغان ميرمنو ته ورپېښې ستونزې څيړلې دي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې په بغلان كې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ وروستۍ نښتې ته په اشارې د وسلو ټولو پروګرام تر پوښتنې لاندې راوستلي او ليكلي، چې د بغلان په يوه كوچنۍ ولسوالۍ كې د دومره وسلو شتون ښۍ، چې دا پروګرامونه په سمه توګه نه دي پلي شوي.

دې ورځپاڼې هم هلمند ته د بريتانيي د لومړي وزير او د ولسمشر كرزي سفر ته كتنه كړې او ليكلي، چې ګورډن براون سر وهلې او ولسمشر د هغه د هركلي لپاره مارجې ته ولاړ.

ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې پاتې مطالب د ښځو نړېوالې ورځې او په افغانستان كې ښځو ته ورپېښو ستونزو ته ځانګړې كړي، چې په كې د افغان ميرمنو حالت ناوړه ښودل شوې.

افغان جرګه:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د مارجې خلكو ته د ولسمشر كرزي د وينا دا ټكي راخیستي، چې خپل ځوانان د ملي اردو او پوليسو ليكو ته واستوۍ او خپل بچي ښوونځيو ته واستوۍ.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې له مارجې څخه د پوځي عملياتو له كبله د بى ځايه شويو خلكو ستونزې څيړلي او ليكلي، چې دوى په ناوړه حالت كې ژوند كوي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب په افغانستان كې د هند او پاكستان ترمنځ روانه سيالۍ څيړلې او ليكلي، چې دغه دواړه هېېوادونه په افغانستان كې د نفوذ د موندلو په يوه نوې لانجه كې ښكيل شوي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼوهم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې هم د مارچ په اتمې، چې د ښځو نړېواله ورځ ده بحث كړې او ليكلي، چې دا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ورځ ده.

خو اصلاح بيا ليكلي، چې د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځلو ښه طريقه داده، چې دوى له زورزياتيو څخه وژغورلې شي.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د هالبروك په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، كه ټول پښتانه طالبان وي نو په افغانستان كې د لويديځ ماتې حتمي ده.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې لويديځ بايد د پښتنو په وړاندې په خپل دريځ كې ژور بدلون راولي او د پخلاينې د هڅو ملاتړ وكړي كه نه نو پايلې به يى نه دوى او نه هم افغان دولت ته ښه وي.

دې ورځپاڼې هم مارجې ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او له ښاغلي كرزي څخه يي د ځايي خلكو دا غوښتنه راخیستې، چې په مارجه كې پخواني ټوپك سالاران نه غواړي، ځكه هغوي مخكې هم مارجه طالبانو ته سپارلې وه.
XS
SM
MD
LG