انډرس فوګ راسموسن دا خبرې د اردن د ډيپلوماسۍ په يوه انسټيټیوټ کې وکړې. نوموړي وړاندې وويل، ناټو غواړي خپل پوځي فشار نور هم زيات کړي او د افغانانو پر امنيت او خپلو برياوو تمرکز وکړي، چې د متحدو ځواکونو پوځي عمليات له افغان ملي پوځ سره يوځاى تنظيم شي او په دې توګه يو نوى حرکت رامنځته شي.
راسموسن چې په لومړي ځل اردن ته سفر کوي، له ملک عبدالله، د دې هېواد له صدراعظم او د وسلوالو ځواکونو له لوى درستيز سره خبرې وکړې.
د ناټو عمومي منشي د اردن او ناټو ترمنځ د همکارۍ پر زياتولو هم خبرې وکړې، دغه راز يې د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د مهمو خبرو اترو بيا پيل ته هم اشاره وکړه.
راسموسن وويل، په افغانستان کې د برياليتوب لاسته راوړل، ټولې نړۍ ته حياتي ارزښت لري.
انډرس فوګ راسمون په خپلو خبرو کې وويل ”که چېرې موږ افغانستان ته دوامداره سوله او ثبات راولو، زموږ ملتونه به نور هم خوندي وي. دغه وجه ده چې نن سبا متحدانو ته افغانستان يو کليدي لومړيتوب دى“
راسموسن وړاندې وويل ”خو زه ډاډه يم، چې زموږ په مرسته به افغانستان ډېر ژر په خپلو پښو ودرېږي، دا به نه يوازې افغانستان ته په ګټه وي، بلکې زموږ له امن سره به هم مرسته وکړي“.
د ناټو عمومي منشي وويل، هغه اسلامي هېوادونه چې د ټروريزم ښکار دي، بايد په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ملګرتيا وکړي.
نوموړي زياته کړه، زه له دې چانس څخه په استفادې له اسلامي هېوادونو غواړم چې په افغانستان کې دخيل شي.
کله چې د اسلامي هېوادونو عسکر په دې ماموريت کې برخه واخلي، دا به څرګنده شي چې په افغانستان کې روانه جګړه د مذهب پر سر نه، بلکې د ټروريزم پرضد ده.