د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

یکشنبې د مارچ اوومه


د یوروایشیا ویوخپرونې په افغان ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه په امریکایي ځواکونو سختې نیوکې کړي.
د یوروایشیا ویوخپرونې په افغان ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه په امریکایي ځواکونو سختې نیوکې کړي.

نړېوالو ورځپاڼو هریو یوروایشیاویو،نیوریاک ټایمز او واشنګټن ټایمز په خپلو نننیو ګڼو کې د مارجې په اړه مطالب لیکلي.

یوروایشیاویو:

د یورو ایشیا ویو خپرونې د افغان دولت د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه په ناټو او امریکایي ځواکونو سخت انتقاد کړی دی.

خو اوس داسې برېښي، چې بهرني ځواکونه نه بلکه وسله وال طالبان دي چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

یورو ایشیا ویو خپرونه زیاتوي، چې په کندهار کې د میرویس روغتون چې د طالبانو د فعالیتونو سیمي ته نژدې موقعیت لري د ډیرو ولسي خلکو درملنه کوي.

دا خپرونه د کندهار د ډاکټرانو له قوله وایي، چې د ولسي ټپیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د هوایي بمبارېو، نښتو او د سړک دغاړې د چاودنو ګڼ ولسي ټپیان دغو ډاکټرانو ته ورځي.

خپرونه لیکي، چې د نړېوال سره صلیب کمېټه په افغانستان کې شپږ لوی روغتونونه لري، چې د ټپيانو درملنه کوي.

د دغو روغتونو زیاتره کارکوونکي افغانان دي او شمېر یي ۱۶۰۰ تنوته رسیږي.

نیویارک ټایمز:


نیویارک ټایمز ورځپاڼه هم د افغانستان په اړه یو تحلیلي مطلب کې وایي، چې امریکایي اوناټو ځواکونو د مارجې له سیمي زیاتره طالبان شړلي دي.

جنګ سخت وو، خو هغه څه چې باید وشي هغه هم سخت دي. په مارجه کې باید یوه سالمه دولتي اداره جوړه شي، چې د خلکو ملاتړ جلب کړي.

او که داسې ونه شي نو مارجه به د افغانستان په اته کلن جنګ کې یوبل بې معنی بری وي.

او دا هغه جنګ دی، چې د ورځپاڼې په وینا واشنګټن د جګړې په ډګر کې ګټلي خو په نورو برخو کې یي بایللي.

نیویارک ټایمز وایي، چې ډیر کم خلک د طالبانو بې رحمي او د منځنې پیړې افکار خوښوي، خو د کلونو په تېرېدو سره د دولتي خدماتو او امنیت په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي او د ده د محلي پلویانو ناکامیو ګڼ خلک د طالبانو هرکلي ته مجبوره کړي دي.

واشنګټن ټایمز:


واشنګټن ورځپاڼه هم د افغانستان په اړه یوې مقالې کې وایي،هغه کس چې د مارجې د نوي ولسوال په توګه ټاکل شوی سره له دې، چې په جرمني کې د زور زیاتیو دوسیي لري خو لویدیځو چارواکو د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د ده د لیری کولو لپاره به کوم فشار وارد نه کړي.

واشنګټن ټایمز لیکي، چې د جرمني د محاکمو دوسیي او خبري رپوټونه ښیي چې نوی ولسوال عبدالظاهر په نولسوه اته نوي کال د خپلې ماندیني زوی په چاقو وهلی وو او د دغه جرم په سزا یي د څلورو کلونو د حبس څه موده هم تېره کړي.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې، چې یو امریکایي چارواکي دا خبره منلې چې عبدالظاهرڅه موده په جرمني کې بندي وو، خو عبدالظاهر وایي چې ده په خپله کوم جرم او جنایت نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG