د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

شنبې د مارچ شپږمه


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دپخواني استازي کاي ایډي څرګندونې خپرې کړي دي .
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دپخواني استازي کاي ایډي څرګندونې خپرې کړي دي .

نړېوالو ورځپاڼو لاس انجلس ټایمز او د سولې او جګړې د انسټیټیوټ خپرونې په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد په امنیت مطالب لیکلي،چې جان اقا الکوزي ورته کتنه کړې.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز امریکایي ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي کاي ایډه د خبرو په اړه، چې د کار دوره یي ختمه شوی، یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:

کای ایډه له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتي، چې د اصلاحاتو او اداري فساد په ضد مبارزې کې له جدیت څخه کار واخلي.

ښاغلي ایډه افغان مشرانو ته ویلي، لومړۍ باید خپل کور پاک کړي او بیا دې په نورو ځایونو کې د فساد په ضد مبارزه وکړي.

ده دغه راز نړېوالې ټولنې ته هم خبردارۍ ورکړی، چې پوځي عملیات په افغانستان کې د سولې هلې ځلې له منځه وړي.

د ملګرو ملتونو خاص استازي ویلي، د افغانانو او د نړېوالو طاقتونو تر منځ فرهنګي اختلاف هم په افغانستان کې د پرمختګ لپاره یو خنډ دی.

دی نړېوالۍ ټولنې ته د توصیې په ډول وایي، نړېواله ټولنه باید له افغانانو سره د تفاهم او زغم لار غوره کړي او افغانان باید د هېواد په چارو کې دخیل کړي.

له دی پرته افغانان ځانونه حقیربولي او دا ورته د منلو وړ نه ده،خو کای ایډه دغه راز وایي، په ځینو مواردو کې افغانستان ته د یوه بې خاونده هېواد په سترګه کتل کیږي، چې دا عمل باید ختم شي.

لاس انجلس ټایمز ورځپانه لیکي: ښاغلی کاي ایډه په دې نظر دی، چې افغانان تل د هر کار د خرابېدو پړه په نړېوالې ټولنې اچوي. اصلا د دې وخت را رسیدلی، چې افغانان په خپله حرکت وکړي، لاس تر زنې کینني او د هېواد د چارو واګۍ په خپل لاس کې واخلي.

ورځپاڼه لیکي: ښاغلي کاي ایډه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه په خپل وروستني خبري کنفرنس کې دا خبره هم وکړه:

ټول باید ومنو، چې کولای مو شول په افغانستان کې زیاتې لاسته راوړنې ولرو او باید درلودای مو. مګر دېې هدف ته ونه رسېدو. هیله من یو، چې ۲۰۱۰ کال به د افغانستان په حالاتو کې د بدلون یوه نقطه وي.

د سولې او جګړې د انسټیټیوټ خپرونه:

د سولې او جګړې د انسټیټیوت خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په پولیسو کې د ښځو د ونډې د زیاتېدو په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات غواړي، د ښځو د لټون او نورو فعالیتونو په مقصد له پنځو زرو څخه زیاتې ښځې د پولیسو په لیکوکې جزب کړي.

خپرونه لیکي:

په دې کار سره له یوې خوا هغه کورنۍ، چې نارینه سرپرست نه لري، د عاېد یوه منبع پيدا کوي او له بلې خوا په نړېوالو ډګرونو او امنیتي پوستو کې د ښځو لټون اسانه کیږي.

خپرونې د کورنیو چارو وزارات د ویاند زمري بشري خبره راخیستي، چې وایي، افغانان حاضردي لکه څنګه، چې خپل زامن د ملي پوځ او پولیسو لیکو ته استوي، خپلې لوڼې هم د وطن خدمت ته واستوي.

خو د خپرونې په باور، افغانستان یوه عنعنوي ټولنه ده او زیاتو افغانانو ته د شپې له خوا له کوره د ښځو وتل د منلو وړ نه دي او له همدېې امله به د پولیسو لیکو ته د ښځو جذبول ګران وي.
XS
SM
MD
LG