د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

پنجشنبې د مارچ څلورمه


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په اړه مطالب لیکلي، چې سوله په دې هېواد کې د لګښت نه پرته نه شي راتلای، چې د ازادۍ راډیو خبریال جاناقا الکوزي دا مطالب په لاندیني مطلب کې راچاڼ کړي دي.

ټایمز:

په لندن کې خپریدونکي ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي راغلي:

په افغانستان کې سوله له لګښت پرته ممکنه نه ده او د دې هېواد د ثبات په کاربه په راتلونکو پنځو کلونوکې لږ تر لږه یومیلیارد ډالر ولګول شي.

په دې لړکې به خلکوته کاروبار پيدا شي ترڅو د جګړو په ځای په دندواو کارونوبوخت شي.

ورځپاڼې د یوه انګلیس قوماندان خبره راخیستي چې وایي، په دې پېسو د افغانستان د خلکو ټولې مالي ستونزې له منځه نه شي تلای، مګرځوانانوته د کارونو په ایجادولو سره، په ټولنې کې هغوي ته د عادي ژوند کولو امکانات پرې برابرېدای شي.

ټایمز لیکي:
نړېوالې ټولنې له ۲۰۰۱ کال راهیسي تراوسه په افغانستان کې ۱۷ میلیارده ډالرمصرف کړي خو بیا هم دا هېواد په نړې کې د بې وزلو ملکونو په ډله کې دی.

په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۸۵۰ ماشومان چې عمرونه یي تر پنځو کلونو ښکته دي، مري.
په ټولنې کې شاوخوا په سلو کې دیرش کسان بې کاره دي او بې سوادي هم په همدې کچې ده.

ټایمز ورځپاڼه د انګلیس قوماندان د خبرو په دوام کې لیکي:
د افغانستان وضعه باید په دې ډول دوام ونه کړي. که له افغانستان سره د مرستو پیسې سمې ولګولې شي نو د زیات شمېر افغانانو ژوند به ورسره ښه شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: په ځینو ځایو کې ناټوعسکر په ډېرو وړو شیانو له طالب وسله والو سره په جګړو کې ښکیل کیږي او په ځینو ځایو کې د ولسمشر حامد کرزي حکومت ستونزې رامنځ ته کوي. د افغانستان په زیاتو برخو کې دولتي مامورین له خلکو څخه رشوت او بډې اخلي او د اداري فساد له امله خلک له حکومت څخه لیري کیږي.

د ورځپاڼې په باور، که چیري ولسمشرکرزی د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه خپلې ژمنې عملي نو خلک به په حکومت راټول شي. په دې اړه باید په چټکۍ سره عمل وشي او هیڅ ډول ځنډ یي سم نه دی.

یوراشیا ويو:

یوراشیا ویوخپرونې په یوې مقالې کې لیکلي، چې د افغانستان د ستونزو حل د کرنې په سیستم کې دی او دا ځکه چې په سلو کې اتیا افغانان له ښارونو بهر په زراعت او کرنې بوخت دي.

یوراشیا ویو زیاتوي، که چېرې د افغانستان زراعتي سکتور پیاوړی شي او بزګرانو ته عصري ماشینونه او سامان الات برابر شي، که نور هیڅ نه وي زیات شمېر خلک په کار وبار مشغولیږي او له حکومت څخه یي شکایتونه کمیږي.

خپرونه د برازیل هېواد مثال راوړي او لیکي: دې هېواد د زراعتي سکتور په قوي کولو سره خپل اقتصاد پیاوړی کړی دی.
یوراشیا زیاتوي، په افغانستان کې د زراعتي سکتور د پیاوړي کېدو امکانات برابر شوي خو افغانستان په یوازې ځان دا کار سرته نه شي رسولای.

که چېرې نړۍ خپلې ژمنې عملې کړي او په افغانستان کې د برازیل له تجربو څخه ګټه واخلي نو د دې هېواد زراعت به یو ځل بیا وغوړیږي او د افغانستان په سیاسي ثبات کې به ستره ونډه ولري.
XS
SM
MD
LG