د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۱

رهین:په هېواد کې دغیراخلاقي انټرنېټ پاڼو مخه نيسو


د اطلاعاتو کلتور وزیر سید مخدوم رهین

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاكترسيد مخدوم رهين وويل، دوي د مطبوعاتود قانون له مخې مكلف دي، چې يوشمېر سایتونه او خپرونې د مخابراتو د وزارت ته په ګوته او دهغوي په مرسته يي وتړي او ورسره يي مسلكي پرسونل او تخنيكي وسايل برابركړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او د مخابراتو وزارتونو، پريكړه كړې ده چې د يوبل په همكارۍ د انټرنېټ هغه پاڼې وتړي، چې له ملي او مذهبي ارزښتونو او د ټولنې له اخلاقو سره مخالفت لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاكترسيد مخدوم رهين، چې د يكشنبې په ورځ يي د مخابراتو له وزير انجنير اميرزي سنګين سره يو ځاى، يوى خبري غونډې ته د انټرنېټ د غير اخلاقي پاڼو په هكله معلومات وركول وويل، چې د انټرنېټ له سودمنو خپرونو بايد ګټه پورته او د ناوړه خپرونو مخه باید ونېول شي .


د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاكتر رهين وويل:

"انټرنېټ د پرمختګونو ترڅنګ ستونزې هم لري. په دې كې د جنسي اعمالو بدرنګې صحنې، د جوارګرو اوسړي وژونكو فعاليتونه اوداسې نورې غيراخلاقي اوغيرمذهبي موضوع ګانې هم خپريږي.

كومو خپرونو ته، چې زموږ خلك، دين، قانون او اخلاق بد وايي، بايد مخه يي ونيول شي."

په افغانستان كې په وروستېو څو كلونو کې معلوماتي ټكنالوژي د پام وړ پرمختګ كړی دى. د مخابراتو وزارت وايي، همدا اوس د هېواد كابو اتيا فيصده خلك له موبايل تیلفونونو او شل فيصده د انټرنيټ له خدماتو څخه ګټه اخلي.

خو د دى ترڅنګ ويل كيږي، چې په انټرنېټ كې، داسې خپرونې هم كيږي چې كه مخه يي ونه نيول شي،نو نوی نسل به له لارې وباسي.

د مخابراتو وزيراميرزي سنګين وويل، دوي تخنيكي پرسونل او وسايل اماده كړي او په لږه موده كې به د انټرنيټ د غير اخلاقي پاڼو د خپرېدو مخه ونيسي.
د مخابراتو وزيراميرزي سنګين


ښاغلي سنګين زیاته کړه، په دې برخه كې به د دوي نوى پروګرام تر راتلونكو دوومياشتو پورې عملي شي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد كې كابو شل تلويزيونونه او څه كم ديرش انټرنېټي خصوصي شركتونه په فعاليت بوخت دي.

خو خلك وايي، له مسلسلو شكايتونو سره سره بياهم په تلويزيونو او دانټرنېټ په كلبونو كې، داسې موضوع ګانې ننداره كيږي، چې د نوي نسل په ذهن بده اغيزه كولى شي.

خود اطلاعاتو او کلتوروزارت هڅه كوي، چې وروسته له دې، له خپرونكو ادارو سره د قانون اوپه تېره د مطبوعاتود قانون له موادو سره سم جدي عمل وكړي.
XS
SM
MD
LG