د هلمند ولايت د ناوې په ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو دوه تنه مشهوره قوماندانان ملا عبدالله او ملا اسدالله تېره شپه ناوخته د بهرنيو او افغان ځواكونو له لوري د يوې چاپې په ترڅ كې نيول شوي دي.
د هلمند د والي وياند محمد داود احمدي وايي، ملا عبدالله او ملا اسدالله په دې وروستېو كې د ملي اردو د كشفي اورګانو نو له لوري ترڅارنې لاندې وه، چې تېره شپه يي د پنځو تنو نورو وسلوالو ملګرو سره يو ځاى ونيول.
داود احمد ي وايي، ملا عبدالله په ناوه كې د دولت په ضد په يو شمېر فعاليتونو کې لاس درلود چې كله كله به يي بمي چاودنې او ليكلي پيغامونه خپرول.
ملا عبدالله څو مياشتې وړاندې هم د بهرنيو ځواكونو د يوه بريد نه ژوندى وتلی و خو خپلې غبرګې پښې يي دلاسه وركړي.
د ناوې نه يو شمېر سرچيني وايي، ملا عبدالله او اسد الله افغان ملي اردو او ايساف ځواكونو له ځان سره وړي دي.
د ناوې يو تن اوسيدونكي د نامه د نه ويلو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل، ملا عبدالله او اسدالله دواړه ورونه دي او په دې وروستيو كې يي په ناوه كې د طالبانو د يو سرګروپ په حيث كار كاوه.
كه څه هم په دې اړه وسلوالو طالبانو رسينو ته څه نه دي ويلي خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د هلمند په بېلا بېلو سيمو كې بهرنيو او افغان ځواكوته د درنې مرګ او ژوبلې د اړولو ادعا كوي.
قاري يوسف احمدي وايي، تېره ورځ يي د مارجې او خانشين په ولسواليو كې دوه ټانګونه او اوه بهرني سرتېري له منځه وړي دي.
قاري همدا راز ويلي، چې د نادعلي په شاول او ګروپ شش سيمو كې يي لس نور بهرني سرتېري له منځه وړي دي خو په هلمندكې ميشت افغان او بهرني مسئولين د طالبانو د وياند دغه خبره په كلكه ردوي.
بل لوري د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزي شورا ريس عبدالاحد هلمند وال وايي، دوه ورځې وړاندې نا مالومو وسلوالو موټر سایكل سورو د نادعلي د مركزي ليسي پر يوه ښوونكي ډزې وكړې او هغه يي وواژه.
كه څه هم تر دې دمه په دې اړه دولتي سرچينو څه نه دي ويلي خوهلمند وال وايي، د نادعلي د ښوونځي حالت وروسته تردې خراب شوى دى او ټول ښوونكي يي له ويري په تشويش كې دي.
د نادعلي ولسوالۍ د مركزي ښوونځي استاد عبدالبصير او قومي سپين ږيرى په داسې حال كې وژل كيږي، چې د دې ښوونځي له تازه خلاصېدو نه يوازې څو مياشتې تېريږي.
د نادعلي ولسوالۍ خلک په دې وژنه سخت خفه دي كه څه هم تر ډېرې مودې وروسته دا بيا يو تن ښوونكي دي، چې وژل كيږي خو دا لمړى ښوونكى نه دى چې په نادعلي كې وژل كيږي.
وړاندې تر دې هم دوه تنه ښوونكي د چاه انجير او زرغون كليو كې د نامالومو وسلوالو كسانو له لوري وژل شوی وه.
د نادعلي د دغه ښوونځي زده كوونكي د خپل ښوونكي د قاتلانو غوښتنه كوي او د دولت نه غواړي، چې د دوي امنيت دې وساتي.