د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

عظیمي:په هلمند کې عملیات په پوره احتیاط سره روان دي


د افغانستان د دفاع وزارت وياند اوپه هيواد كي د ايساف د ځواكونو وياند د پنجشنبى په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د دې عملياتو مشري د افغان ځواكونو په غاړه ده او مارجه او نادعلي له تصفيي وروسته به دعملياتو لمن د هېواد ټولو نا امنه سيمو ته وعځول شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د هلمند په ولايت كې د وسله والو طالبانو پر ضد روان عمليات، د هېواد په نورو نا امنو سيمو كې، د پراخو او دوامدارو پوځي عملياتو پيل دى.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي چې د پنجشنبې په ورځ يي، د ايساف د ځواكونو له وياند سره يوځاى د هلمند دعملياتو په هكله خبريالانو ته معلومات وركول وويل، چې د هلمند په ولايت كې روان عمليات په بري سره پر مخ ځي او د اهدافو د ترسره كېدو وروسته به نورو سيمو ته هم وغځيږي.

جنرال عظمي وويل:

"عمومي عمليات له پخوا څخه د ملي اردو، امنیتي ارګانونو او بهرنيو ځواكونو په مشوره پلان شوي، اتلس مياشتې به دوام وكړي او په ټول هېواد كې په پيل شي او د دى عملياتو مشري به د افغان ځواكونو په غاړه وي."

جنرال عظيمي دا راپورونه هم رد كړل، چې ويل كيږي د هلمند په ولايت كې له پنځه لس زرو څخه زيات كورني او بهرني پوځيان په عملياتو كې برخه لري.

ده وويل، په دې عملياتو كې له درې زرو څخه زيات افغان او له درې زرو څخه لږ بهرني ځواكونه برخه لري.

عظيمي وويل، په علمياتو كې مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، په عملياتو كې تر اوسه د ملي اردو درې تنه او د وسله والو (( سل )) تنه وژل شوي او پنځوس يي نيول شوي دي.

ده دا هم وويل، په سيمه كې حالات مخ په ښه كېدو دي، د ايساف د ځواكونو وياند، جنرال ايريك تريمبلي وويل، د مارجې علميات به له يوې مياشتې څخه زيات وخت ونه نيسي، خو د بيارغاونې كارونه به په كې تر ډيره پورې دوام وكړي:

"د عملياتو په بهيركې ډيرې لاسته راوړنې لرو، خو د اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو لپاره پراخ پرواګرامونو ته ضرورت دى، له دى عملياتو سره به په سيمه كې خلكو ته د ژوند ډيرې اسانتياوى برابرې شي."
د ايساف د ځواكونو وياند، جنرال ايريك تريمبلي


د هلمند په ولايت دعملياتو له پيل څخه څه باندې لس ورځې اوړي او چارواكي وايي، چې په پر مختګ كې له پوره احتياط څخه كار اخلي.

خو خلك وايي، په عملياتو كې په لسګونو ملكي خلك وژل شوي او ټپيان شوي دي. همدا رنګه ويل كيږي، چې په زرګونو خلكو سيمه پرې ايښې ده او د بې كورۍ له ستونزو سره مخ دي.

خو د دفاع وزارت وايي، تر اوسه يي، درې زرو بې كورو سره مرستې كړي او نورو ته يي هم تيارۍ نيولی دى.

راپور: خان محمد(سيند)
XS
SM
MD
LG