د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۵۳

پنجشنبه د فبروری ۲۵مه


نړېوال نیویارک ټایمز او وال سټریټ ژورنال په خپلو نننیو ګڼو کې د کرزي په نوي فرمان باندې لیکنې کړي، چې جاناقا الکوزي ورته کتنه کړې.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د قدرت په سر مبارزو او هلو ځلو ته يي اشاره کړې او د مقالې په لومړېو کرښو کې لیکي:

د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته ولسمشر حامد کرزي لوړه وکړه، چې له دی وروسته به کارونه سم وي او دغه راز د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ژمنه وکړه، چې د ولسمشر کرزي د کارونو څار به کوي.

د ورځپاڼې په باور، نه کرزي سم کار وکړ او نه هم جمهور رییس اوباما یي څارنه وکړه.

نیویارک ټایمز لیکي: جمهور رییس حامد کرزي په دې وروستېو کې د تعجب وړ کار وکړ او د یوه فرمان په صادرولو سره یي د انتخاباتو خپلواکه کمیسون تر خپل واک او کنټرول لاندې کړ.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو په ضد جګړو کې قربانۍ ورکوي خو داسې بریښې، چې ولسمشر کرزي یوازې له سیاسي واکمنۍ سره علاقه لري او دا کار بیخي ورانونکی دی.

د ورځپاڼې په باور، د یوه صادق او او با اعتباره حکومت د جوړولو په کار کې د ولسمشر کرزي ناکامي د طالبانو لیکو ته د وسله والو په جزب کې مرسته کوي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د ولسمشر اوباما اداره په دې اړه چې ولې یي د ولسمشر کرزي د قدرت د هیلو مخه نه ده نیولي، په ځای توجیه او استدلال ممکن ونه لري.

نیویارک ټایمز لیکي: دا هم د تعجب خبره ده، چې ولسمشر اوباما ونه شو کړای او یا نه غواړي جمهور رییس کرزی وهڅوي چې یوه پاکه او شفافه انتخاباتي مبارزه دې وکړي.

دا هم د یادولو وړ ده، چې افغانان غواړي د خپلو ارګانونو چارې په خپله اداره کړي خو د ډموکراسۍ پراخیتا مستقلو قضاوت کوونکو ته هم اړتیا لري. د افغانستان مات ګوډ سیاسي سیستم لاهم بهرنۍ مرستې ته ضرورت لري.

وال سټریټ ژورنال:

په امریکا کی بلې خپریدونکي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په وروستۍ ګڼې کې د طالبانو نیونو د پاکستان په سیاست کې د بدلون هیلې پیدا کړی – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کي یي لیکي:

د پاکستانیو چارواکو له خوا د طالبانو د مشر د مرستیال نیول دا هیلې پیدا کوي، چې د پاکستان غښتلي استخباراتي اداره له دې وروسته د هغو کسانو په ضد شوي چې یو وخت یي په خپله رامنځ ته کړي وو.

خو هغه امریکایي چارواکي، چې له پاکستانیانو سره له نږدې کار کوي په دې نظر دی، چې د طالبانو د مشرانو په ضد د پاکستان د استخباراتي ادارې له دې وروستیو اقداماتو سره سره نه شي ویلای، چې پاکستان په واقعي ډول د طالبانو په وړاندې خپله ستراتیژي بدله کړي او که دا یو موقتي عمل دی.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د مقالې په وروستیو کرښو کې د یوه امریکایي چارواکي دا خبره هم راخیستې، چې وایي، هیڅوک له طالبانو سره د پاکستان د تېر وخت په اړیکو سترګې نه شي پټولای او دغه راز هیڅوک د پاکستان همکاري هم له پامه نه شي غورځولای. دا په اوس وخت کې په سم لوري یو ګام دی.
XS
SM
MD
LG