د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۳

چهارشنبه د فبروری ۲۴مه


ډیلي ټیلګراف:

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان لپاره د ملګر وملتونو د خاص استازي کای ایډې په قلم یوه لیکنه خپره کړې، چې په یوه برخه کې یي لیکي، ده تل په دې ټینګار کړی چې د افغانستان سرنوشت د جګړې له لارې نه شي تعین کېدای بلکې په دې هېواد کې د بحران د حل لپاره باید سیاسي حل لارې ولټول شي.

کای ایډې په دی مطلب کې لیکي، په دې خاطر په افغانستان کې پوځي هڅې باید یو داسې ډول پر مخ لاړې شي چې د سیاسي نوښتونو مخه ډب نه کړي.

د ورځپاڼې په وینا د لندن په کنفرانس کې د طالبانو د جذبولو لپاره د یوه مالي صندوق جوړول به د ځینو لپاره په افغانستان کې د لوبې د بدلون په مانا وي خو د ښاغلي کای ایډی په نظر یوازې دغه مالي صندوق نه شي کولای، چې حالات بدل کړي بلکه که د دغه بنیاد منابع په افغانستان کې د بیارغونې له پروګرامونو سره یوځای شي، ممکن ور څخه په افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره د یوې وسیلي په توګه کار واخیستلای شي.

د کای ایډی په نظر په افغانستان کې د اوضاع د تغیر لپاره تر ټولو مهم ګام دادی چې د سولې په پروسه او همدا راز د بیارغونی په بهیرکې با اعتباره او مشهور اشخاص شامل کړای شي، ترڅو خلک پر دغو پروسو باور وکړي او هغه عملا بریالي شي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړی، چې سرلیک یي دی، په څه ډول کېدای شي چې د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې تعادل حفظ شي.

واشنګټن پوسټ د دغې لیکنې په یوه برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر زیاتوالي ته په اشاره لیکي، د افغانستان د ملي اردو او پولیسو د شمېر د زیاتوالي او د دې ارګانونو د پیاوړي کېدو لپاره باید څو ټکو ته پاملرنه وشي:

د هغو کسانو، چې په جګړه کې وژل کیږي، د هغو کسانو چې ناروغه کیږي یا تښتي او یا هم نه غواړي، چې د ملي اردو یا د پولیسو په لیکو کې کار ته دوام ورکړي، پرځای یي باید نور کسان وګمارل شي.

واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د ناټو تړون د تعلیم او تربیي د څانګې د مرستیال تورن جنرال ډیوید هوګ له خولې لیکي، چې وایي د افغانستان د ملي اردو د قوي کېدو لپاره څو اقدامات مهم دي.

لومړی، د سرتېرو لپاره باید د اوسېدو ښه شرایط رامنځته شي. دوهم د سرتېرو د معاشونو د زیاتېدو ترڅنګ د هغوي د کورنۍ غړي د امتیازاتو په یوه ټولنیز پروګرام کې شاملول، د سرتېرو لپاره د تقاعد یوسیسټم رامنځته کول، چې دوي د خپلې راتلونکي په تامېنېدو سره په علاقه د عسکري خدمت ته زړه ښه کړي او ترټولو مهم هم د ملي اردو په لیکو کې د قومي تعادل رامنځته کول.

د جنرال هوګ په وینا یوه حل لاره داده، چې د افغانستان له جنوبي سیمو څخه یو شمېر پخواني مجاهدین، چې زیاتره یي تر ډیره بریده د تجربو خاوندان دي، د ښه معاش په ورکولو سره د اردو په لیکو کې جذب کړای شي.

جنرال هوګ وایي، د افغانستان په ملي اردوکې د قومي ترکیب موضوع د پښتنو لپاره، چې د افغانستان د نفوس اکثریت تشکیلوي د اندېښنې وړ مسله ده.

هغه زیاتوي دغې ستونزې ته په پام سره دوي مجبور دي، چې په ملي اردو کې د موازنې د رامنځته کېدو لپاره یو معیار په پام کې ونیسي.

د جنرال هوګ په وینا ان دا کیدای شي چې د تعلیم وتربیي په برخه کې هم د افغانستان له جنوب څخه دوه زره کسان، چې د جګړو تجربه لري وګمارل شي او له اتو اونیو تمریناتو وروسته د افغان سرتېرو د روزنې چارې ور وسپارل شي، چې په دې کارسره به د بهرنیو روزونکو د کمبود ستونزه هم هواره شي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، ترسره شوېوسروی ګانو او احصایو ته په پام سره د افغانستان د دفاع وزیرجنرال عبدالرحیم وردګ اوس د نوېو کنډکونو په جوړېدو کې یوه فیصدی په پام کې نیولي ده.

جنرال هوګ وایي، چې د دغو معیارونو له مخې په هرکنډک کې باید په سلو کې ۴۴ پښتانه، په سلو کې ۲۵ تاجک، په سلو کې ۱۰ هزاره ګان او اته فیصده نور د ازبکو او د افغانستان د نورو قومونو استازیتوب وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په افغانستان کې د ناټو تړون د تعلیم او تربیي د څانګې د مرستیال تورن جنرال ډیویډ هوګ دا خبره هم را اخیستي، چې ویلي یي دي، همدا معیارونه باید د افغانستان د ملي اردو د رهبري په کدر کې هم رعایت شي، چې د ده په وینا دا کار دومره اسانه هم نه دی.

د جنرال هوګ په وینا ټول دغه سرتېري به د یوې واحدې اردو جز وي، چې د یوه هدف لپاره به مبارزه کوي.
XS
SM
MD
LG