د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

دوشنبه د کب درېمه


ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې له افغان بنديانو سره د بهرنيو ځواكونو د چلند په اړه په يو مطلب كې د سي، ان، ان ټلويزيون د رپورټ په استناد ليكلي، چې امريكايي قومندانان په افغانستان كې بنديان شكنجه كوي.

ورځپاڼې په دوام كې د يو امريكايي قومندان دا اعتراف هم راخیستې، چې له افغان بنديانو نه يي د اعتراف د اخیستو په مهال ممكن وو، چې هغوى ووژني او يا يي هم ټپيان كړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو بل سرليك كې ليكلي، چې پاكستان د طالبانو يو مشر ملابرادر، چې اوس اوس په كراچۍ ښار كې نيول شوې وو امريكا ته وسپاره.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره روانو هڅو ته هم كتنه شوې او په دې ترڅ كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په حواله ليكل شوي، چې د دې كار لپاره بايد له هېواده بهرد ترورزم په خلاف مبارزه وشي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د مارجې په روانو عملياتو او همدا راز د سيمې د اوسيدونكو په ستونزو بحث كړې او چارواكي يي هڅولې، چې د خلكو په مرسته خپلې چارې پر مخ بوزې، ځكه د ورځپاڼې په وينا د مارجې په ستونزو د مارجې له خلكو پرته بل څوك نه پوهيږي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې ستونزه راخیستې او ليكلي، چې برياليتوب هغه مهال ترلاسه كېداى شي، چې دغه ستونزه پاى ته ورسولې شي او د خلكو زړونه خپل كړاى شي.

سرنوشت:

مارجه اوس د كربلا په څير ده او هلته يو محشر جوړ شوې دا د مارجې د مخورو وينا ده، چې سرنوشت ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې راخیستې.

ورځپاڼې د روانې جګړې په اړه د دغو مخورو اندېښنه هم راخیستې او ليكلي، چې د مارجې برخه ليك بايد ژر تر ژره معلوم شي.

ورځپاڼې د افغانستان په ختيځ كې د ملا صادق په نوم له يو مخالف قومندان سره د امريكايي قومندانانو د جوړ جاړي خبر هم وركړې او ليكلي، چې دا كار د هغه پلان يوه برخه ده، چې په افغانستان كې د سولې د راوستلو په لپاره جوړ شوې.

د ورځپاڼې پاتې مطالب د كب د مياشتې په درېمه د كابل د خلكو پاڅون ته ځانګړي شوي، چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي تېري په غبرګون كې شوې وو او ليكلي، چې دې پاڅون دا ښودلې، چې هيڅ يرغلګر افغانستان نه شي نيولې.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د پخلاينې په هڅو بحث كړې او ځينو خنډونو ته يي په اشارې ليكلي، چې بهرنۍ لاس وهنې د دغه بهير د پلې كولو په وړاندې يو اساسي خنډ دې.

ورځپاڼې په دوام كې د بخښنې د نړېوال سازمان غوښتنې ته اشاره كړې او ليكلي كه دا غوښتنه يو وړاندېز وي نو هرڅوك يي كولې شي، خو كه دولت تر فشار لاندې راولي نو يقينا لاس وهنه بلل كيږي.

ورځپاڼې د مارجې په يو جلا مطلب كې د مارجې په عملياتو كې د افغان ځواكونو په رول بحث كړې او په دې ترڅ كې د نيويارك ټايمز ورځپانې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې د افغان ځواكونو ونډه تر امريكايي هغو هم ښه ده.

خو ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا دا نیوکه كړې، چې افغان ځواكونه د كوم نوښت د واك پرته په دغو عملياتو كې برخه لري.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړې دي.

انيس هم په خپله سرمقاله كې د هلمند په روانو عملياتو تبصره كړې او په دې ترڅ كې چارواكي هڅولې، چې په سيمه كې د تل پاتې سولې لپاره زمينه برابره كړي.

خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې په هېواد كې د اداري فساد په ستونزې بحث كړې او د دې بهرني اړخ ته يي په اشارې ليكلي، چې د بهرنيو موسيسو له خوا د مرسته شوېو پيسو د لګولو دوام به د ناكامه تجربو تكرار وي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې له ولسمشر كرزي سره د بريتانيى د لوى درستيز د ليدنې خبر وركړې، چې په كې په مارجه كې د روانو پوځي عملياتو په اړه خبرې وشوې او ليكلي، چې د بريتانيى لوى درستيز ولسمشر ته په عملياتو كې د بشپړې همغږۍ ډاډ وركړ.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ماموريت په سر د هالنډ د حكومت نسكورېدو ته په اشارې لويديځ ته دا سپارښتنه كړې، چې بيا دې د افغانستان د يوازې پريښودلو تيروتنه نه تكراروي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې د خصوصي ټلويزيوني چينلو پروګرامونه انځور كړي او په كې دا ښودل شوې، چې په دې ټلويزيونونو كې د ډرامو پرته بل څه نشته، چې خلك ترې څه زده كړي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د كب د مياشتې د درېمې نېټې د پاڅون په اړه په خپل بحث كې جهادي مشرانو په دې تورن كړي، چې د جهاد له نامه نه يى په ناوړه ګټې سره د دا ډول ورځو لمانځنه يى كم رنګه كړې.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د ملا برادر په نيولو بحث كړې او هغه يى د پاكستان په چلند كې يو ستر بدلون بللې دې.

دې ورځپاڼې هم په مارجه كې د روانو عملياتو په اړه يو مطلب خپور كړې او پدې ترڅ كې د ځايي مخورو په حواله ليكلي، چې اوس هم د مارجې لرې پرتې سيمې د طالبانو په لاس كې دي.
XS
SM
MD
LG