د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

کرزى: ناټو د ملکي تلفاتو په مخنيوي کې بريالۍ نه ده


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ وويل، د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره د ناټو هڅې کافي نه دي، د نوموړي په وينا د هلمند په عملياتو کې اوس هم بېګناه خلک وژل کېږي، د بهرنيو ځواکونو متحدين غواړي د طالبانو يوه مهمه سيمه، مارجه ونيسي.

ولسمشر حامد کرزي چې د ملي شورا د پنځم تقنيني کال د پرانيستنې غونډې ته يې خبرې کولې، د مارجې د يوې اته کلنې نجلۍ عکس نورو ته وښود، چې د کورنۍ دوولس غړي يې په روانو پوځي عملياتو کې وژل شوي، کرزي دا پېښه د افغانستان لپاره يوه غميزه وبلله.

افغان ولسمشر وويل، که څه هم د ملکي تلفاتو د راکمولو په برخه کې ناټو څه پرمختګ کړى، خو د نوموړي په باور بيا هم د دغو ځواکونو په بمباريو او حملو کې ملکيان وژل کېږي.

ښاغلي کرزي زياته کړه، د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره د بهرنيو ځواکونو کوښښونه اوس هم کافي نه دي.

هغه وويل، موږ د هغه وخت په انتظار يو، چې هېڅ ملکي تلفات ونه لرو. زموږ هڅې او انتقادونه به تر هغو پورې روان وي، چې دغه تلفات کم شوي نه وي.

د افغانستان ولسمشر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ناټو په مارجې د يوه ملکي کس وژنه تاييد کړه، چې د دغو ځواکونو په وينا د عملياتو له پيله شپاړس ملکيان وژل شوي. خو افغان چارواکي دغه ارقام زيات ښيي.

افغان ولسمشر د نور کله غوندې يوځل بيا له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې له القاعدې څخه يې ځانونه جلا کړي او د حکومت خوا دې ونيسي. نوموړي وويل افغان حکومت به د القاعده او تروريستانو پل څاري او ورک کوي به يې.

که څه هم نړيوال ځواکونه وايي په مارجې کې يې د طالبان مهم مرکزونه نيولي او تر اوسه تر يوسل او شلو زيات وسلوال په جګړه کې وژل شوي، خو دغه عمليات پايته نه دي رسېدلي او ويل شوي، چې يوه مياشت به دوام کوي.

راپورونه وايي تر اتيازره زيات کسان په مارجې کې دي، چې په جګړه کې بند پاتې دي، خو هغه کورنۍ چې لښکرګاه او شا و خوا ولسواليو ته کډه شوي، وايي په سخت حالت کې ژوند کوي او کافي مرستې نه دي ورسره شوي.

په مارجې کې دغه پوځي عمليات داسې وخت پيل شوي، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو موضوع ډېره توده شوې وه.
XS
SM
MD
LG