د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو حملې دوه برابره زياتې شوې


يوه اوونۍ مخکې چې امريکايي او متحدو پوځيانو د وسلوالو طالبانو په مهم مرکز، مارجې کې پوځي عمليات پيل کړل، دوى د لسګونو ښخو شويو ماينونو په اړه معلومات وموندل، کله چې به پر دوى ډزې وشوې، دوى به له هغې متحرکې وسلې څخه استفاده کوله چې په دې جګړه کې زياته موثره تمامېده، چې هغه بې پېلوټه الوتکې وې.

په افغانستان کې له بې پېلوټه الوتکو څخه استفاده زياته شوې ده. نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې اړه يو مطلب خپور کړى، چې مهمې برخې يې دلته لولئ:

د بې پېلوټه الوتکو کارول په افغانستان کې ډېر ژر په عملي ډول پيل شول، اوس مهال د امريکا هوايي ځواک په افغانستان کې لږ تر لږه شل دغه ډول الوتکې لري، چې د تېر کال په نسبت دوه برابره زيات دي.

دغه الوتکې اکثره د څارنې لپاره کارول کېږي، خو په تېر يوه کال کې يې د توغنديو او بمونو تر دوه سوه زياتې حملې کړي، چې په تېرو څو ورځو کې څوارلس دغه ډول حملې د هلمند مارجې ته نژدې شوې دي.

دا په پاکستان کې د شويو حملو په پرتله درې برابره زياتوالى ښيي، چې د پاکستان دغو حملو د خلکو زيات پام ځان ته اړولى او جنجالي بحثونه يې هم له ځان سره درلودل، ځکه امريکا په پاکستان کې جنګي ځواکونه نه لري.

خو دلته د بې پېلوټه الوتکو دغه حملې د پوځ پرځاى، د امريکا د استخباراتو له خوا اداره کېږي، کله چې د القاعدې او طالبانو پر مشرانو حملې کېږي، ملکيانو ته هم تلفات اوړي، چې د پاکستان په خاوره کې دغو حملو ځينې حساسيتونه هم راپارولي او د امريکا ضد احساسات يې زيات کړي.

خو په افغانستان کې، چې تر ٧٠٠٠٠ زيات امريکايي پوځيان دېره دي، بې پېلوټه الوتکې په پټه فعاليت کوي، پوځي قوماندانان وايي، د ټروريزم ضد ستراتيژۍ له مخې د بې پېلوټه الوتکو دغه حملې زياتوي، چې د ملکيانو تلفات هم راکم کړي. دوى تمه لري، چې په روان ميلادي کال کې دېرش زره اضافي امريکايي پوځيان افغانستان ته راشي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه زياتوي، هڅه کېږي ملکي تلفات راکم شي. د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټل، غواړي په افغانستان کې د هوايي حملو رول نور هم پياوړى کړي، په خاص ډول د جنګي جټ الوتکو، چې تر بې پېلوټه الوتکو زيات غټ بمونه غورځولاى شي او د هدف پر تعقيبولو هم کم وخت لګوي.

په افغانستان کې د امريکا د هوايي ځواک يوه قوماندان تورنجنرال سټيفن مويلير ويلي، له هغې راهيسې چې له عراق څخه افغانستان ته ځينې بې پېلوټه الوتکې انتقال شوي او ځينې نوې الوتکې هم ورزياتې شوي، د توغنديو حملې د جګړې وړې برخې هم په نښه کولاى شي.

د نوموړي په وينا، دغه حملې وروسته له هغه پلانېږي، چې پوځيان په جګړه کې ښکېل شي او يا هم بې پېلوټه الوتکې پر هغو کسانو راچاپېره شي، چې له محلي موادو د بمونو په جوړولو بوخت وي. د دغو بمونو چاودنو، د بهرنيو عسکرو تلفات زيات کړي دي.

د نيويارک ټايمز په وينا، په دې وروستيو کې جنرال سټنلي مک کرسټل کانګرس ته وويل، چې د بې پېلوټه او نورو الوتکو په اړه استخباراتي معلومات ښيي، چې د دوى حملې زياتې اغېزناکې وې.

پوځي چارواکي او د امريکا ځانګړي ځواکونه د طالب مشرانو او بم جوړونکو د شبکو د ځپلو لپاره د بې پېلوټه الوتکو له حملو څخه کار اخلي، په خاص ډول د افغانستان په ختيځ او جنوب کې.

له دغو الوتکو څخه د هلمند په مارجې کې هم کار اخيستل کېږي. دغه الوتکې چې د ريموټ کنټرول په واسطه اداره کېږي، د طالبانو غړي پيدا کوي، څاري يې او د هغوى د وسلو ذخيرې، د تګ راتګ لارې، د اوسېدو او هغه سيمې په نښه کوي، چې دوى په کې ماينونه ښخوي.

په ځينو دغو الوتکو کې ويډيويي کېمرې لګول شوي، چې د سيمو عکاسي کولاى شي. ټاکل شوې په ځينو بې پېلوټه الوتکو کې لس کېمرې نصب شي، چې تر راروان کاله پورې به دغه کېمرې دېرشو ته زيات شي.

د هوايي ځواک له خوا د خپرو شويو ارقامو پر اساس، په افغانستان کې په ٢٠٠٩م کال کې دغو الوتکو ٢١٩توغندي توغولي، سږکال ٣١توغندي توغول شوي دي. حال دا چې په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨م کلونو کې په افغانستان کې د دغو حملو اندازه ١٨٣ وه.
XS
SM
MD
LG