د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

ملي شوراد خپل وروستي کال پنځمه دوره پیل کړه


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په خپله وینا د ملي شورا وروستۍ دوره پرانیستله
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په خپله وینا د ملي شورا وروستۍ دوره پرانیستله

د ژمنيو رخصتيو د پاى ته رسېدو وروسته د افغانستان د ملي شورا د پنځم تقنيني كال لومړى غونډه د شنبى په ورځ د جمهور رييس حامد كرزي په وينا پرانيستل شوه.جمهورريیس د ملي شورا د تېرو كلونو فعاليتونه وستايل او هيله يې وښوده په راتلونكي كې د دې شورا فعاليتونه له پخوا څخه نورهم ښه او ګټور شي.


د افغانستان د ملي شورا د پنځم تقنيني كال لومړى غونډه د جمهور رييس حامد كرزي په وينا پرانستل شوه.

د افغانستان جمهور رييس حامد كرزي د سول د ټينګښت په لار كې د حكومت لاسته راوړنې بيان او د راتلونكو پلانونو په پلي كېدو كې يې د ملي شورا په همكاريو ټينګار وكړ.

جمهوررييس وويل، د ولسي جرګې راتلونكي انتخابات په مخكې دي او دى به هڅه وكړي، چې د تيرو انتخاباتو د نيمګړتياو په پام كې نيولو سره دا انتخابات په شفافه توګه ترسره شي.

"دا انتخابات موږ يو ګام نورهم د باثباته افغانستان د جوړولو هدف ته نږدې كوي، دا انتخابات به له افغاني او د نورو هرډول لاسوهنو پاک وي او مخه به یې ونېول شي."

په غونډه كي د كابينې غړو او په افغانستان كې د يوشمېرهېوادونو سفيرانو هم ګډون كړى.

حامد كرزي په علمياتو د ملكي خلكو وژنې ته هم اشاره وكړه او د بهرنيو ځواكونو له عمومي قوماندان جنرال مك كرېسټل څخه يې چې په غونډه كې حاضر و، وغوښتل، چې په عملياتو كې دې د ملكي خلكو ژوند ته زياته پاملرنه وكړي.

جمهور ريیس حامدكرزي اوسنيو سيمه ييزو حالاتو ته هم اشاره وكړه او ويي ويل، چې افغان حكومت هڅه كوي، چې د سولې په راوستلو كې د ګاونډویو هېوادونو مرستې او رښتنې همكارۍ جلب كړي.

ده وويل، دا ځكه چې په تيروكابو دېرشو كلونو كې بهرنيو لاسوهنو د دوى هېواد ته ډېرزيانونه رسولي دي:

"دېرش کاله کیږي، چې د مصیبتو نو دا لړۍ په دې خاوره کې روانه ده، سوله او امن د هېواد د هر کور غوښتنه ده، د سولې د راوستو لپاره د اساسی قدم په توګه د سولې او پخلاینې عالي شورا جوړوو، چې په دې کې به زموږ د ملي شورا نیمانده ګان، د قضا نمیانده ګان، د ټول افغانستان څخه سپینږيري په داسې شکل حضور ولري، چې د افغانستان ملت د خپلې لارښوونې له لارې د سولې د تامین او د څرګوالي هدایت وکړي.

اروز مې دا ده، چې په ځانګړي توګه د افغانستان د ملي شورا محترم غړي په دې ملي پروسه کې تر پخلاینې راسره ملګري وي."

دغونډې په پاى كې، د مشرانو جرګې ريیس صبغت اله مجددي د غونډې د پاى ته رسيدو د وروستۍ دعا د لوستلو پرمهال، له جمهورریيس څخه وغوښتل، چې د مشرانو جرګې له رياست څخه دي، د ده استعفا منظوره كړي.

دا غونډه د ولسي جرګې د وروستي تقنيني كال لومړۍ غونډه وه او ټاكل شوې ده، چې د دې جرګې انتخابات د راتلونكي لمريز كال، د وږي یا سنبلې د مياشتى په وروستيو كې ترسره شي.

راپور: خان محمد سيند
XS
SM
MD
LG