د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۰

د ننګرهار کانال رغول کېږي


د ننګرهار کانال د اسیایي بانک په مالي لګښت جوړیږي
د کرنې وزارت معين سليم خان کندوزي وويل، ٥٧ زره د مالټو، ٨ زره د زيتونو او ٣٠ زره زينتي ونې به سږ کال پسرلى په زر جريبه ځمکه وکرل شي.

کندوزي وويل، وزارت يي غواړي د کانال لپاره يو ځانګړى بزنس پلان يا طرحه جوړه کړي، چې د دې پلان له مخې به د ننګرهار کانال په راتلونکې کې خپل ځانګړى مالي سيستم ولري، چې خپل عواېد به په خپله تنظيم او د کانال د پراختيا پر چارو به يي ولګوي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدعالم اسحاقزي د کانال د رغاونې پېلېدل د سيمې لپاره يوه مهم مثبت پرمختګ ياد کړ او وې ويل، چې د سيمې کرنه بايد په کورنيو امکاناتو پراخه کړاى شي ده وويل:

"خصوصي افغاني متشبثين بايد وهڅول شي چې په دغسې سترو پروژو کې مرسته وکړي"
٥٧ زره د مالټو، ٨ زره د زيتونو او ٣٠ زره زينتي ونې


د کرنې وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ د کانال د رغاونې په برخه کې د امريکا په مشرۍ د ننګرهار د کرنيزې PRT په مرسته يوه بله پروژه هم پرانسته په دغه پروژه کې د کانال ٥٩٤ هکتاره باغونه بيارغول کېږي، چې د ونو شاخه بوري، د سپينې سرې کارول، د ځمکو اړونه، دوا پاشي، ابياري او خېشاوه په کې شامله ده.

د ننګرهار کانال تقريباً ٥٠ کاله پخوا د پخواني شوروي په مرسته د ننګرهار په دښتو کې ودان شوي، چې په کورنيو جګړو کې يې زيان ليدلى، ونې يې وهل شوي او ځمکې يې هم غصب شوې دي.

د ننګرهار ولايت ولسي خلک د کانال د رغاونې د خبر په اورېدو ډېر خوښ شوي او هيله کوي چې هماغسې چې ژمنه وشوه همدغسې بايد په چټکۍ سره د کانال د رغاونې کار دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG