د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

عبدالله عبدالله:مخالفینو ته د رشوت په ورکولو پخلاینه نا شونې ده


د افغان حكومت مخالف سياسي مشر په هېواد كې د ملي پخلاينې لپاره د حكومت په طرحې نیوکې وكړې او ويي ويل، چې سوله د بډې په وركولو نه شي ټينګيدلاى.

ډاكټر عبدالله، چې د دوشنبې په ورځ يي له د سلواغې د شپږويشتمې نېټې د لمانځلو لپاره جوړې شوې يوې غونډې ته وينا كوله وويل، چې دوي نن دا ورځ په داسې حال كې لمانځي، چې لا هم په افغانستان كې جنګ روان دی.

د نوموړي په وينا هغه كسان، چې په هېواد كې د جوړ شوي نظام د له منځه وړلو لپاره پورته شوي هيڅ كله هم سياسي حل لارې ته غاړه نږدي.

ډاكټر عبدالله، چې د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو كې د ولسمشر كرزې نږدې سيال بلل كېده په هېواد كې د نا امنيو د خورېدو اساسي علت د حكومت له خوا د خلكو اساسي غوښتنو ته نه پاملرنه وښودله او ويي ويل، چې دولت نه دې توانيدلې په هېواد كې ټولنيز عدالت ټينګ كړي او د پوهنې، روغتيا او بيارغونې په څير د خلكو اړتياوې پوره كړي.

خو د ولسمشر كرزي يو وياند بيا د ښاغلي عبداله دا څرګندونې په كلكه رد كړې، چې ګواكې د بډې په وركولو سره د سولې د راوستلو هڅه كيږي.

احمد ضيا سيامك يو ځلې بيا دا واضح كړه، چې افغان دولت يوازې له هغو كسانو سره د سولې خبرې كوي، چې په هېواد كې د جنګ پلويان نه دي او نه هم د القاعده په څير تروریستي ډلو سره تړاو لري.

سيامك د هلمند عملياتو ته په اشارې وويل، چې افغان حكومت د هغو كسانو په وړاندې خپلې پوځي مبارزې ته دوام وركوي، چې د القاعده ترڅنګ د افغانستان د تباه كولو په هڅه كې دي.

ډاكټر عبداله د ملي پخلاينې لپاره د افغان دولت په طرحې دا نیوکه په داسې حال كې كړي، چې د لندن په غونډه كې نړېوالو د هغې ملاتړ وكړ او د دغه بهير د بريالي كېدو لپاره يى د مالي مرستو ژمنه هم وكړه.

د دې طرحې له مخې افغان دولت او نړېواله ټولنه به هڅه وكړي، چې هغو وسلواو مخالفينو ته، چې له دې بهير سره يو ځاى كيږي د نورو امتيازاتو ترڅنګ د روزګار امكانات هم برابر كړي او دا هغه څه دي، چې د حكومت سياسي مخالفين يى وسلوالو رشوت وركول بولي.

د دې طرحې له مخې ټاكل شوې، چې افغان ولسمشر په نږدې راتلونكې كې په كابل كې د سولې جرګه راوبولي او د هغې د پريكړو په رڼا كې خپلو هڅو ته دوام وركړي.

خو په هېواد كې شتو ستونزو او د وسلوالو مخالفينو او په تېره بيا د طالبانو سخت دريځ ته په اشارې اوس لا ګرانه بريښي، چې د پخلاينې د هڅو د بريا په اړه څه وويلې شي.
XS
SM
MD
LG