د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۷

طالبانو ته د پیسو برسیره باید نور وړاندیزونه هم وشي

فاینیشل ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې، چې "طالبانو ته د پیسو برسیره باید نور څه هم پیشنهاد شي" یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي. افغان ولسمشر اوس د خپل دولت د رسمي تګلارې په توګه په ټولنه کې د طالبانو د جلبولو پالیسي اعلان کړې ده، خو د ورځپانې په وینا په کابل له تیر وخت نه زیات اوس په دې غور کیږي، چې عادي ژوند ته د طالبانو دراړولو او له هغوی سره د سولې کولو پروسه څه معنی او مفهوم لري؟

د مقالې لیکونکی وايي، زما خپله تجربه دا ده، چې که چېرته دا پروسه په سمه توګه پر مخ لاړه شي، نو یو شمېر وسله وال به بې له شکه د دې فرصت هرکلۍ وکړي او له جګړې به لاس واخلي.

د مطلب لیکونکی وايي، که چېرته هر څه سم پر مخ لاړ شي نو ټولنې ته د طالبانو د راجلبولو هڅه به نتیجه ورکړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي، ګڼ شمېر داسې طالبان شته چې خپل تحریک ته ژمن دي او ممکنه نه ده چې ټول طالبان د پیسو له لارې وسله اېښودو ته وهڅول شي.

د ورځپاڼې په وینا یوازې په ټولنه کې د طالبانو د راجلبولو پروسه به په افغانستان کې روانه جګړه ونه دروي بلکه د دې لپاره لا زیاتو سیاسي هلو ځلو ته اړتیا او باید چې د دې لپاره د طالبانو له مشرتابه سره تماس ټینګ شي، څو هغوی ته قناعت ورکړ شي، چې له جګړې پرته بدیل هم لري.

د لندن چاپ دغه ورځپاڼه زیاتوي، د دې لپاره چې د داسې یوې طرحې څخه نړیوال ملاتړ ترلاسه شي، د طالبانو مشران باید له القاعده شبکې ځان بیل کړي او له افغانستان څخه د نړیوالو تروریستانو د ایستلو ضمانت ورکړي.

طالبان باید په افغانستان په دې وروستیو کې رامنځته شوي د انجونو د تعلیم په ګډون یو شمېر اصلاحات ومني او په بدل کې يې باید چې طالبانو ته په سیاسي سیسټم کې ونډه ورکړ شي.

د دغې تحلیلي مقالې په دوام کې راځي، که چېرته دې پروسې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوله نو دغلته به د نړیوالو ځواکونو عملیات هم په کمېدو شي او یوازې د نړیوال تروریزم پر ضد د مبارزې د ضروریاتو پورې به منحصر پاتې شي.

فاینینشل ټایمز لیکي، هغه طالبان چې عملي فکر کوي وايي، دوي له القاعده شبکې څخه بېلېدو کې کومه ستونزه نه لري او د ټولنیزو مسایلو په اړه به د افغانستان له نورو سیاسي ډلو سره یو ځای دریځ غوره کړي.

د مطلب لیکونکی زیاتوي، دا ډول طالبان له جګړې څخه لاس اخستو ته چمتو نه دي، خو وايي چې دوی به د خپلې جګړې اصلي او ریښتینۍ تعریف وړاندې کړي، دوی به تسلیم نه شي خو د طالبانو تحریک به له سره منظم او اصلاح کړي او د افغانستان په سیاسي چوکاټ کې به يې د یوه اسلامي ځواک په توګه شامل کړي.

د مطلب په پای کې راځي، په افغانستان کې کېداي شي روانه جګړه پرته له کومې معاملې او روغې جوړې دغه شانه دوام وکړي او له دغه هېواد څخه د لویدیځ د وتلو په صورت کې د افغان حکومت ادارې مجبوره دي چې له ځان نه دفاع وکړي.

خو د فایننشل ټایمز په وینا موږ باید له دې نه د غوره حالت لپاره فکر وکړو، د لیکونکي په وینا په افغانستان د ریښتیني سولې لپاره له هغه څه نه چې اوس پرې تمرکز کیږي لا زیاتو پراخو سیاسي هلو ځلو ته اړتیا ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG