د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۱

پنج شنبه د سلواغې ۱۵ مه


کابل چاپ ورخپاڼو په هېواد د سولې د بهیر په اړه مطالب خپاره کړي او لیکلي یې دې، چې ایا وسله وال طالبان د افغان دولت شرطونه ومني؟ کابل کې زموږ همکار حمید مهمند ترې مهم ټکي را چاڼ کړي او په لاندني مطالبو کې رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا هم په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پخلاينى لپاره په روانو هڅو بحث كړی او په دې ترڅ كې په هېواد كې فعاله ټولې سياسي ډلې ټپلې هڅولي، چې د دې بهير د بريالي كولو لپاره خپل وړانديزونه له دولت سره شريك كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په كابل كې د بريتانيې د سفارت د مرستيال په حواله ليكلي، چې له طالبانو سره خبرې كول د افغان دولت كار دی او دوى په دې برخه كې د هر ډول پرېكړې ملاتړ كوي.

په ورځپاڼه كې طالبانو ته د مالي امتيازاتو د وركولو په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو د پخواني وزير نظر هم راخستل شوی او ليكل شوي، چې له پخلاينې مخكې به دا كار ګټور نه وي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك پر شمالي وزيرستان د امريكا د بې پيلوټه الوتكو وروستۍ حملې ته ځانګړې كړی او په كې د سراج الدين حقاني د وژل كېدو احتمال هم ښودل شوی.

افغان جرګه:

دې خپلواكې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله كې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره روانو هلو ځلو ته كتنه كړې، خو د دې خبرو لپاره يې د ښكېلو لوريو د شرطونو وړاندې كول په دې برخه كې د پرمختګ په وړاندې يو اساسي خنډ بللی.

ورځپاڼې په افغانستان كې د سولې له بهير سره كيدونكي مخالفتونه هم څيړلي او پوښتلي یې دي، چې دا مخالفت څوك او د څه لپاره كوي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د طالبانو فعاليتونو ته هم كتنه شوې او په دې ترڅ كې د امريكا د يو جګپوړي قومندان دا خبردارې راخستې، چې ددوى نفوس مخ په زياتيدو دې.

ورځپاڼې د افغانستان د كورنيو چارو د وزير په پرونيو څرګندونو هم تبصره كړې او ليكلي، چې په جنوبي ولايتونو كې امنيت ټينګ او د بيارغونې بهير ګرنډې شي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې دا پوښتنه كړې، چې ايا له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو هڅې يو جدي بهير دې؟

ورځپاڼې ليكلي، چې ددې بهير د پرمخ بيولو لپاره تر هر څه لومړي ضرورده، چې د ښكليو لوريو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي او بيا دې د جرګو د جوړولو لپاره اقدام وشي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا هم ليكلي، چې په هيواد كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د افغانستان او پاكستان ترمنځ دوستانه او شفافو اړيكو ته اړتيا ده.

په ورځپاڼه كې په اسټامبول كې د ناټو د غړو هيوادونو د دفاع د وزيرانو غونډې ته هم كتنه شوې او په افغانستان كې د شتو امنيتي ستونزو ته په پام سره ليكلي، چې دا غونډه بايد پدې برخه كې مهمې او جدي پريكړې وكړي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا طالبان د يوې سيمه ايزې لوبې يوه برخه بللې او ليكلي، تر هغو، چې د هغې پيچلتياوې له منځه ولاړې نشي د يو څو طالب مشرانو د نومونو په ويستلو سره طالبان د پخلاينې ته راضي كول ممكن نه بريښي.

ورځپاڼې په دوام كې د ډاكټر سپنتا څرګندونې هم راخستي او ليكلي، چې افغانان له جنګ نه ستړي دي او دولت بايد په هيواد كې د سولې اړتيا ته په پام سره يو ملي وفاق رامنځ ته كړي.

ورځپاڼې بيا هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې له طالبانو سره د پخلاينې لپاره د سعودي عربستان رول څيړلې دې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په ايران كې د افغان كډوالو په وړاندې ددغه هيواد د پوليسو چلند څيړلې او ددوى په لاس د افغانانو وروستۍ وژنې ته په اشارې ليكلي، چې ايران د افغان كډوالو په وژلو سره څه غواړي.

په ورځپاڼه كې د لندن د غونډې په اړه د يو افغان ګډون كوونكي نظر هم راخستل شوې او ليكل شوي، چې ددې غونډې پايلې د افغانانو لپاره چندانې هيله بښونكي ندي.

ورځپاڼې په يو بل ځاى كې بيا د همد غونډې د پريكړو په رڼا كې د افغانستان په راتلونكي سياسي جوړښت كې د طالبانو ځاى څيړلې.
XS
SM
MD
LG