د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۵

فقيري: د وژل شوو افغانانو په اړه له ايران څخه د جدي معلوماتوغوښتنه شوې


فقیر وايي، چې په ایران د بې ګناه افغانانو وژل کېدل په کلکه غندو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايراني ځواكونو له خوا د پنځوتنو افغانانو په وژل كېدوسخته خواشيني ښودلې او وايي، چې په دې اړه به جدي تحقيقات وكړي. د بهرنيو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې ايران ته يې د دغو تلونكو افغانانو د وژنې په اړه په كابل كې د ايران له سفارت څخه معلومات هم غوښتي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په كابل كې د ايران له سفارت څخه غوښتې، چې د هغو پنځو افغانانو د وژل كېدو په اړه معلومات وركړي، چې په دې وروستيو كې د ايراني امنيتي ځواكونو له خوا وژل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهرفقيري د چهار شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو كې وويل، چې دا افغانان د كار لپاره ايران ته روان وو او د نوموړي هېواد د سرحدي ځواكونو له خوا وژل شوي دي.

ښاغلي فقيري څرګنده كړه، چې افغان دولت به په دې اړه جدي تحقيقات وكړي او له ايراني چارواكو څخه يې د ډېرو معلوماتو د وركولو غوښتنه كړې:

"په خواشیني سره باید ووایم، چې دغې مسالې موږ ډېر نګران کړي يو او موږ په جدي توګه دغه عمل غندو.

د ایران له سفارت څخه مو جدي غوښتنه کړې، چې په دې اړه موږ ته جدي او صریح معلومات راکړي."

د راپورونو پراساس اوه تنه افغانان، چې غوښتل يې د كار لپاره ايران ته ولاړ شي پنځه تنه يې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د ايران د سرحدي پوليسو له خوا وژل شوي او دوه نور يې سخت ټپيان دي.

ويل شوي، چې دا كسان د كاپيسا ولايت اوسېدونكي وو او د څلورو مړي د سې شنبې په ورځ خاورو ته سپارل شوي دي.

د خبريالانو له هڅو سره سره لاتراوسه په كابل كې د ايران سفارت په دې اړه څه نه دي ويلي، په كابل كې د ايران سفارت له افغان مهاجرو سره د دغه ډول پيښو په مهال تردې وړاندې هم خبريالانوته ځواب نه دى وركړى.

په ايران كې ميشت افغان مهاجر وخت ناوخته د ايراني ځواكونو له دغه ډول زورزياتي سره مخامخ كيږي، ايران كه څه هم وار په وار ويلي، چې له افغان مهاجرو سره به جدي چلند ونه كړي خو ويل كيږي، چې خپلې ژمنې يې نه دي عملي كړي.

له ايران څخه په زوره ايستل شوى يوه افغان په دې اړه داسې شكايت وكړ:
"موږ نږدې څلور يا پنځه كاله په ايران كې ژوند كاوه خو اوس يې په زوره ايستلي يو، زموږ كورنۍ هلته پاتې ده او هغوى نه پوهيږي چې موږ په بد حال يو.

د ايران په زندانونو كې مو ډېرې بدې ورځې تيرې كړې سخت ظلمونه په موږ وشول او بيا يې افغانستان ته وشړلو اوس نه پوهيږو، چې په ايران كې به زموږ كورنۍ په څه حال كې وي."

دا لومړى ځل نه دى ايراني ځواكونه په خاص ډول له افغانستان سره په ګډه پوله كې له افغانانو سره دا ډول جدي او ناسم چلند كوي، تردې وړاندې هم افغانان د ايراني ځواكونو له خوا وهل ټكول شوي، بنديان شوي او حتى په ورته توګه وژل شوي هم دي.

په عين حال كې داسې راپورونه هم شته، چې له ايران سربېره تركمنسان هم دا اوس اوس له جوزجان ولايت سره په ګډه پوله كې يوشمېر افغانان چې د يوه ډول بوټي په ټولولو بوخت وو، وهلي او ټكولي حتى ويل كيږي، چې په دې پيښه كې افغانانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
XS
SM
MD
LG