د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۳

د امریکا سفیر دوستم ته د دولتي چوکۍ په ورکولو ناخوښ دی


بیري: جنرال دوستم له بشري حقوقو څخه د سرغړاوي او د جنګي جنايتونو تورون دی.
بیري: جنرال دوستم له بشري حقوقو څخه د سرغړاوي او د جنګي جنايتونو تورون دی.

دا دوهم ځل دی، چې په كابل كې د امريكا سفير جنرال دوستم ته د جګپوړې دولتي څوكۍ د وركولو په اړه خپله انديښنه څرګندوي. جنرال دوستم ته شاوخوا دوه اونۍ مخكې د ولسمشر كرزي د يو فرمان له مخې دنده وسپارل شوه، چې د وسلوالو ځواكونو د سر قومندانۍ د اركانو د رياست چارې سمبال كړي.

كه څه هم جنرال دوستم دوه كاله وړاندې په دې پوسټ ګمارل شوی و، خو فعاليتونه يې زيات محسوس نه وو.

په كابل كې د امريكا سفير، چې د دوشنبې په ورځ يى يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې جنرال دوستم له بشري حقوقو څخه د سرغړاوي او د جنګي جنايتونو له تورونو سره مخ دی.

"البته، چې موږ د جنرال دوستم د بشري حقوقو د تېريو او جنګي جنايتونو په اړه د شويو ادعاو په اړه انديښمن يو او په همدې ډول موږ جنرال دوستم ته په حكومت كې د كومې جګې څوكۍ د وركولو په اړه هم انديښنه لرو."

جنرال ايكن بيري وويل، چې په افغانستان كې هم عام خلك د جنرال دوستم سابقې ته په پام سره پدې اړه انديښنه څرګندوي

د امريكا سفارت د روان كال د زمري په مياشت كې هم كله، چې جنرال دوستم له تركيې نه كابل ته راستون شو د هغه په راتګ خپله انديښنه څرګنده كړې وه.

جنرال دوستم هغه مهال د ولسمشر كرزي د يو ملاتړې په توګه هېواد ته ستون شوی و، څو په انتخاباتو كې د هغه لپاره د ازبكو ملاتړ هم جلب كړي.

ولسمشر كرزي د لندن له غونډې وروسته په كابل كې په خپله وروستۍ خبري غونډه كې يو ځلې بيا جنرال دوستم ته د دغه پوسټ د وركولو لپاره د خپلې پريكړې دفاع وكړه.

"افغان دولت دا كار سم بولي او موږ به هر هغه اقدام وكړو، چې په هېواد كې ملي يووالې پياوړی كوي او په افغانستان كې د يو سوكاله ژوند هيلې پياوړې كوي او دا هر څه به موږ د خپل هېواد د قوانينو په رڼا كې ترسره كړو.

د ښاغلي كرزي په وينا كله، چې جنرال دوستم كولې شي د ۲۰۰۴ ميلادي كال په انتخاباتو كې د يو كانديد په توګه ودريږي او د هغه كانديداتوۍ د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې له خوا ومنل شوه نو اوس څه ستونزه ده، چې دی نه شي كولی په كوم جګ دولتي پوسټ كې كار وكړي.

جنرال دوستم په افغانستان كې د جنګي ډلو د يو مشر په توګه پيژندل كيږي د ده د جنبش اسلامي ډله د اوياومې لسيزې په جنګونو كې، چې په زرګونو انسانان پكې له منځه ولاړل ښكيله وه.

په جنرال دوستم باندې د طالبانو د واكمنۍ د نسكوريدو په درشل كې د افغانستان په شمال كې د طالبانو د عامه وژنې تور هم لږول شوې دې، خو جنرال دوستم دا تورونه ردوي او وايي، چې له امريكايي ځواكونو سره يى د طالبانو په شړلو كې همكاري كړې.
XS
SM
MD
LG