د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

رحمان ملک :د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید وژل شوی


پاکستاني چارواکي وایي چې حکیم اله مسید دوه اونۍ وړاندې په جنوبي وزیرستان کې دامریکا د بې پیلوټه الوتکو د توغندویو په برید کې لومړی ژوبل شوی و چې وروسته د ور اوښتو ټپونو څخه مړ شو.

له پاکستانه دازادی راډیو خبریال ددې هیواد د کورنیو چارود وزیر رحمان ملک له قوله خبر ورکړ چې وایي حکیم اله مسيد په اوروکزو ایجینسۍ کې چیرې چې د خپل خسر په کورکې یې درملنه کیده، مړ شوی او پرون په شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل شوی دی.

رحمان ملک وویل داخبر ورته په جنوبي وزیرستان کې ددوی جاسوسانو ورکړی.

د پاکستان دپوځ ویاند جنرال اطهر عباس هم رویټرز اژانس ته د حکیم الله مسید د مړینې خبره کړې ده او وایي نوموړی د جنوری په ۱۴ په جنوبي وزیرستان کې د امریکا د د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ژوبل شوی او وروسته له ور اوښتو ټپونو له امله مړ شو .

هغه وویل په سیمه کې یې خپلو جاسوسانو ته وظیفه ورکړې چی د حکیم اله مسید د مړینې په اړوند راپورونه دې وڅیړي ترڅو داثابته شي ایا دی په رښتیا مړشوی اوکه نه؟

د حکیم اله مسید د مړینې خبرلومړی ځل نن سهاروختي د پاکستان دولتي ټلویزیون د چارواکو په حواله چې هویت یې څرګند نه کړ خپور کړ.

د وسلوالو طالبانو غورځنګ تراواسه پورې ددغو راپورونو درد یاتایید په اړه څرګندونې نه دي کړی.

دوه اونۍ مخکې په شمالي وزیرستان د امریکاد بې پیلوټه الوتکو دتوغندیو له بریدونو وروسته د حکیم اله مسید د وژل کیدو راپورونه خپاره شوي ووخو وروسته ظاهرا د مسید په غږ یو ثبت شوی کسټ خپور شو چې په هغه کې نوموړي ویلي و دا ژوندی دی او دې حملی ورته زیان نه دی رسولی.

حکیم الله مسید د خپل ورور بیت الله مسید له وژل کیدو وروسته چې هغه هم دامریکا دبې پیلوټه الوتکو په توغندویی برید کی وژل شوی وو، د طالبانو دتحریک مشر وټاکل شو.
XS
SM
MD
LG