د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۴

بشري: د هلنمد په وسله وال برید کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې


د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري
نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په منځ کې یوې ودانۍ ته یوه درې وسله واله ډله ننوتې او ډزې یې پیل کړي.

دغه څرګنده ونې د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري له ازاي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړې.

د بشري په وینا وروستي راپورنه وايي، چې تر اوسه چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، امینتي کسانو دغه ودانۍ محاصره کړې او وايي، چې اوس له ودانۍ څخه ډزې بندې شوي او افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې دوانۍ ته ننوځي او تعمیر تصفیه کړي.


XS
SM
MD
LG