دا چې د ۲۰۱۱ کال تر لومړیو پورې به د افغانستان د یو شمېر ولایتونو امنیتي چارې افغان حکومت ته وسپارلې شي، په واقیعت کي د مسولیتونو د سپارلو یو ستر پیل نه دی ، بلکې هدف یې دادی چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، سمبالښت او تجهیز چارې چټکې شي او د افغانستان جګړې یا شخړې ته یو سیاسي حل ولټول شي.
رویټرز اژانس لیکي: که چیري افغانانو ته د امنیتي چارو د مسولیتونو د سپارلو لپاره د ۲۰۱۱ کال ټاکل شوي نیټه چې د لندن د کنفرانس د اعلامیې په مسودې کې هم په ګوته شوې، ومنل شي او هر څه په بري سره تر سره شي، نو لویدیځ سیاستوال به هم د افغانستان ددی اته کلنې جګړې د بري ادعا وکړي او د مربوطو هیوادونو د انتخاباتو په جریان کي به د خلکو په اذهانو مثبت اغیز وکړي.
په کابل کی د امریکا د سولې د انستیوت وکیل جان ډیمسي وایي، فکر نه کوي چې دا به افغانانو ته ستره مسولیت سپارنه وي. ښاغلي ډیمسي له هغو ډیپلوماتانو سره هم کار کړی چې د لندن د کنفرانس او افغانانو ته د مسولیت سپارلو د پلان مسوده یي برابره کړي او دي کار ته زیات هیله من دي.
ښاغلی ډیمسي زیاتوي، دا به افغان حکومت متوجه کړي چی خپل پوځ او امنیتي ځواکونه دې په جدي ډول غښتلي کړي او دغه راز به طالبانو ته هم دا پیغام واستوي چې نړیوال امنیتي ځواکونه د تل لپاره په افغانستان کي نه پاته کیږي.
رویترز اژانس وړاندي لیکي: زیات امکان لري چې د افغانستان د یو شمېرشمالې ولایتونو امنیتي چاري افغانانو ته وسپارلی شي او دا ځکه چې د افغانستان شمال د نورو برخو په نسبت ارامه دی.
د انګلستان د دفاع وزیر باب اینزورت هم د یکشنبې په ورځ ومنله چې افغانانو ته د امنیتي مسولیتونو سپارل به یوه اوږده پروسه وي.
په عین حال کي افغان چارواکي وایي، که څه هم چې پوځ ښه روزل شوی او د پخوا په نسبت ښه تجهیز او عالي مورال لري بیا هم نشي کولای په هر ځاي کی په یوازي ځان خپلې دندې پرمخ بوزي.
له بلې خوا د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې له وسله والو طالبانو سره د سولې پلان رامخ ته کړی او غواړي د کارونو، پیسو او ځمکو ورکولو په بدل کي هغوي وهڅوي چی وسلې پر ځمکه کیږدي، په ټولنې کی جزب او عادی ژوند پیل کړي.
په افغانستان کي د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سټينلې مککریستال چې په افغانستان کي د جګړې ختمیدو ته هیله من دی، د دوشنبې په ورځ یي فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره مرکې کې وویل، د یوه عسکر په صفت زه په دی باور یم چی مونږ کافي جنګیدلي یو. زه فکر کوم هر افغان که چېری د تیر وخت په ځاي د خپلې راتلونکی په اړه فکر وکړي نو د سولې په کار کي مهمه ونډه اخیستلی شي.