د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

کابل کې د حیواني محصولاتو د کیفیت دمعلومولو لپاره مفتشین روزل شوي


رحمي: مفتشينو ته دا صلاحیت ورکړل شوی چې د سرغړوونکو دکانونه وتړي
رحمي: مفتشينو ته دا صلاحیت ورکړل شوی چې د سرغړوونکو دکانونه وتړي

د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې دوی په هېواد كې د حيواني محصولاتو د كيفيت د ښه ساتلو په هدف يوشمېر نوي پروګرامونه پيل كړي، چې په ترڅ كې به يې د دغه وزارت له خوا په دوكانونو او بازارونو ګرځي او د حيواني محصولاتو كيفيت به څاري او دغه مفتشين به دا صلاحيت هم لري، چې د متخلفينو دوكانونه ور وتړي.

د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزير وايي، چې تر دې وروسته به په هېواد كې په منظمه توګه د حيواني محصولاتو د كيفيت څارنه كيږي.

محمد اصف رحيمي دغه خبري د چهارشنبې په ورځ په هغو مراسمو كې وكړې، چې په ترڅ كې يې د حيواني محصولاتو د كيفيت د څارنې لپاره يوې ۲۲ كسيزي روزل شوي ډلې ته د فراغت سندونه وكړل شول.

ښاغلي رحيمي د دغو څارونكو د دندې په اړه داسي وويل:

"دغه روزل شوی ټیم، په دې ښه پوییږي چې په بازار کې کوم خواړه وایروس وهلي دي او که نه. که چېرې دوی په کوم شي لکه غوښه، شیدې او داسې نورو خوړو شکمن شي سمپل یې اخلي او هغه خواړه قرنطین وي.

بیا هغه سمپل لابراتوار ته راوړل کیږي، تر څېړنې وروسته که په کوم مرض آلوده وي، فوراً له منځه وړل کیږي او که نه وو بېرته د خرڅلاو اجازه ورکول کیږي.

دوی ته ورته ځيني نور کسان هم روزل کیږي او لږ تر لږه د کابل ښار په هرې ناحیې کې باید یو تن ته دا مسوولیت وسپارل شي."

د حيواني محصولاتو د څارنې لپاره دغو نويو روزل شويو كسانو ته د موټر سايكلونو سربيره د څارني او سمپل اخيستلو كافي وسايل هم په واك كې وركړل شوي دي.

د افغانستان د كرنې او مالدارۍ وزير محمد اصف رحيمي دا هم وويل، چې دغو كسانو ته د پيژندګلوي داسې كارتونه هم وركړل شوي دي، چې نه يواځې د دغه وزارت بلكه د كابل ښاروالي او د امنيې قومندانۍ لاسليكونه هم پرې شته او دوی به دا صلاحيت ولري، چې كه ورته لازمه ښكاره شي نو د هغو دوكاندارانو دوكانونه هم ور وتړي څوك، چې د حيواني محصولاتو كيفيت ته پاملرنه نه كوي.
XS
SM
MD
LG