د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۳۰

افغان کوچیانو دولت څخه روغتیايي اسانتیاوې غواړي


د افغانستان د كوچيانو د بېلابېلو قومونو روغتيايي كاركوونكي په يوه دوه ورځني وركشاپ كې راټول شوي څو د كوچيانو روغتيايي ستونزې وڅيړي او د يو اوږدمهالي روغتيايي پروګرام د جوړولو لپاره سره همغږي شي. د افغانستان عامې روغتيا وزارت چارواكو ژمنه وكړه چې د كوچيانو لپاره به د روغتيايي خدمتونو د برابرولو په برخه كې پراخې هڅې وكړي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې كوچيانو ته به د روغتيايي خدمتونو د برابرولو په برخه كې لا زياتې هڅې وكړي.

د دغه وزارت سرپرستې ډاكټر ثريا دليل د چهار شنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د كوچيانو د بېلابېلو قومونو د روغتيايي پلان د همغږۍ د دوه ورځني وركشاپ په لومړى ورځ وويل، چې كوچيانو ته د دوى د تګ، راتګ په لارو د كلينيكونو جوړول هم د دغه وزارت په رتلونكو پروګرامونو كې شامل دي:

"د كوچيانو د روغتيا په برخه كې بايد پانګه اچونه بنسټيزه او اوږد مهالې وي، په خپله له كوچيانو څخه بايد روغتيايي كاركوونكي وروزل شي، د كوچيانو د تګ، راتګ په لارو به داسې كلينيكونه جوړ شي، چې بيړني ناروغان ورته يوړل شي،

موږ به هڅه وكړو، چې له مرسته كوونكو سره د كوچيانو د روغتيايي چارو په خاطر د يوې ځانګړې بوديجې پر سر هم خبرې وكړو."

په كابل كې د كوچيانو د بيلابيلو قومونو د روغتيايي پلان د همغږۍ په دوه ورځني وركشاپ كې د افغانستان د اكثرو ولايتونو د كوچيانو د روغتيايي كلينيكونو استازو ګډون كړى و.

د افغانستان په ولسي جرګه كې د كوچيانو د كميسيون مشر ملا تره خيل كوچي د كوچيانو روغتيايي ستونزو ته په اشارې سره له افغان دولت وغوښتل چې د دغو ستونزو د هواري برخې ته جدي پام واړوي:

"د کوچیان حقوق، که هغه د صحت په برخه کې دي، که دمعارف برخه کې دي، په اقتصادي، ټولنیز او هرې برخې کې تر پښو لاندې دي.

په دې میاشت کې ۷ ښځې د ولادت له امله مړې شوي دي او ما ته په دې اړه ما ته د کوچیانو له خوا تلیفون هم شوی."

د كوچيانو له استازو له خوا دوى ته د روغتيايي خدمتونو د نه برابرولو په برخه كې دا نیوکې په داسې حال كې كيږي، چې دغه ستونزه تر ډيره د ټولو افغانانو اساسي ستونزه ګڼل كيږي.

د راپورنو له مخې نن سبا د افغانستان په ۲۷ ولايتونو كې كوچيانو ته ۳۱ روغتيايي كلينيكونه جوړ شوي دي، خو دوى وايي چې دغه كلينيكونه د دوى د روغتيايي ستونزو د هواري لپاره كم دي او په كار ده، چې د دوى لپاره نور كلينيكونه او روغتونونه هم جوړ شي.
XS
SM
MD
LG