د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

څارونکي :د لندن د کنفرانس یو هدف به په افغانستان کې د هند او پاکستان د سیالۍ ختمول وي


رویټرز خبري اژانس د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره په روانه اونۍ کې په لندن کې د جوړېدونکي کنفرانس د اغېزو په اړه په یوه تحلیل کې لیکي چې په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د ټاکلي ضرب الاجل له پای ته رسېدو مخکې دافغانستان دلانجې د حل لپاره په هڅو کې د اساسي پرمختګ امکان ډېر کم دی.

اژانس همداراز لیکي، د لندن کنفرانس له مهمو اهدافو څخه به یو، د هند او پاکستان د سیمه ایزې سیالۍ ختمول وي.
دهند اوپاکستان د بهرنیوچارو وزیران به د پنجشنبې په ورځ په لندن کې په هغه کنفرانس کې کتنه وکړي چې برتانیه غواړي په هغه کې سیمه ایز لوبغاړي په دې قانع کړي چې په افغانستان کې د سیالۍ پر ځای همکاري سره وکړي.

رویټرز خبري آژانس په کابل کې د برتانیې د سفیر مارک سېدویل له قوله لیکي چې وايي، افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې د سیمه ایزو قدرتونو د سیالۍ ډګر و، او دې قدرتونو، د یوې یا بلې ډلې په ملاتړ سره، په دې ډګر کې د یوبل پرضد جګړه کړې ده.

د برتانیې سفیر چې د لندن د کنفرانس په اړه په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، دا جګړه باید ختمه شي، ځکه ستره لوبه پای ته رسېدلي او افغانستان باید په سیمه کې د ثبات یو مرکز شي.

خو رویټر لیکي، د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د لندن په کنفرانس کې په روان نوي تحرک کې یو اساسي پرمختګ، په داسې حال کې چې امریکا ۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د نړیوال پوځي ماموریت د بریالیتوب ضرب الاجل ټاکلی ښايي ډېر ټکنی وي.

تحلیل زیاتوي، امریکا غواړي تر 2011 کاله په افغانستان کې د خپلو هڅو نتایج وویني، خو د نوې امریکا د ټولنې کارپوه ستیف کول وايي، د هند او پاکستان د ساعت عقربې ډېرې ورو ګرزي.

د هند او پاکستان ترمینځ د ترخې ماضي له وجې پاکستاني پوځ خپله ټوله پاملرنه له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې له تندلارو وسله والو سره د جګړې پرځای له هند سره سرحداتو ته اړولې ده.

رویټر زیاتوي، پاکستان د افغان طالبانو ځپلو ته ډېر لېوال نه ښکاري ځکه په دې باور دی چې له افغانستانه د نړیوالو سرتېرو د وتلو په صورت کې به د هند د پراخېدونکي نفوذ د مخنیوي لپاره دې ډلې ته اړتیا ولري.

ستیف کول وايي، داوباما اداره د هند د پرله پسې ټینګار له وجې چې وايي له پاکستان سره د خپلې لانجې د حل لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا نلري او د دواړو هېوادونو د سولې ټکني بهیر ته سترګې په لار ده او هېڅ اقدام نشي کولای.

د اوباما د انتخاباتي کمپاین پرمهال کارپوهانو د کشمیر دکړکېچ د حل لپاره د یوې سترې معاملې په اړه خبرې کولې چې په هغه کې نوې ډیلي او اسلام آباد باید کافي اقدامات وکړي، څو داسې یوه فضا جوړه شي چې دواړه د کابل په برخه کې پر یوبل بې اعتمادي ختمه کړي.
له دې پرته دا خطر شته چې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو په صورت کې به دواړه هېوادونه د احتمالي کورنۍ جګړې له دښمنو اړخونو سره مرستې کوي.

اوس مهال دا دواړه سیالان له طالبانو سره د روغې په برخه کې چې د لندن د کنفرانس له مهمو موضوعاتو څخه ده، اختلاف لري، ځکه هند په حکومت کې دتندلارو طالبانو له ګډون سره مخالفت کوي، ځکه وېره لري چې پاکستان به یې ترشا ولاړ وي.
د لندن د کنفرانس په درشل کې برتانیې په سیمه کې د کړکېچ د له مینځه وړو په مقصد، خبرې بیاپیل کړې، خو برتانوي چارواکو هغه راپورونه چې ګنې د یوې سیمه ایزې شورا د جوړولو پلان لري رد کړل. د برتانیې د بهرنیوچارووزیر دیویډ میلیبنډ وویل، دا د سیمې د هېوادو خپل کار دی.
چارواکي همداراز په دې نظر دي چې د سیمه ایز حل لپاره په هڅو کې نه یوازې هند او پاکستان، بلکې دافغانستان نور ګاونډی هېوادونه لکه ایران او روسیه هم باید شامل وي.

رویټر وړاندې لیکي، خو که چېرته پاکستان چې ښايي د هند له ګډون سره په دې دلیل مخالفت وکړي چې له افغانستان سره ګډه پوله نلري، بیا نو د دې دواړو هېوادونو ترمینځ د کړکېچ له حل پرته په سیمه کې د لانجو د له مینځه وړلو بله هېڅ هیله نشته.

د لندن په کنفرانس کې به د پاکستان د بهرنیوچارووزیر، شاه محمود قریشي او د ده هندی سیال S.M کرېشنا ګډون وکړي او تمه ده چې دواړه به د غونډې په حاشیه کې جلا کتنه هم وکړي، که څه هم داسې یوه کتنه د ډيپلوماټانو په وینا لا نه ده تنظیم شوې.

خو په برتانیه کې د پاکستان عالي کمېشنر واجد شمس الحسن وايي، د هند او پاکستان مسایل د برتانیې لپاره خاص اهمیت لري، او حکومت ښايي له دواړو وزیرانو څخه وغواړي چې خبرې سره وکړي.

واجد زیاته کړه، دا خبرې به په هغه صورت کې ګټورې وي چې په پای کې يې د سولې د خبرواترو پر رسمي پیل او د دواړو اړخونو تر مینځ پر ډیالوګ موافقه وشي.

تحلیل زیاتوي، هند او پاکستان ښايي دا خبره ومني چې خبرې اترې پیل کړي څو د هغه کړکېچ د پراخېدو مخنیوی وشي چې د افغانستان لپاره د امریکا پلانونو ته زیان اړولی شي. رویټرز په پای کې لیکي، خو دا هیله چې سیمه ایزه ډيپلوماتیکه ستراتیژي به په افغانستان کې د دواړو هېوادونو سیالي ختمه کړي او پاکستان ته به ثبات راشي څو وکولای شي له هند سره خپل اړیکي له سره تعریف کړي، ښايي هغه ماشوم وي چې څو میاشتې مخکې د مور په رحم کې مړ شوی دی.
XS
SM
MD
LG