د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د افغانستان د ولسي جرګي انتخابات وځنډېدل


د انتخاباتو د خپلواك كميسيون يو غړی فضل احمد معنوي
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون يو غړی فضل احمد معنوي

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د يكشنبې په ورځ ويلي وو، چې دغه انتخابات د بوديجي د كموالي او په هېواد كې د موجوده امنيتي ستونزو له امله وځنډېدل. تر دې مخكي ويل شوي وو، چې د ولسي جرګي انتخابات به د جوزا د مياشتې په لومړي نېټه ترسره شي، خو اوس پرېكړه وشوه، چې دغه انتخابات به د راتلونكي لمريز كال د وږي د مياشتې په ۲۷ نيټه ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې انتخابات د يوشمېر مالي او امنيتي ستونزو له امله وځنډيدل.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون يوه غړي فضل احمد معنوي د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د دغي نوي پرېكړي پر بنسټ اوس به د ولسي جرګې انتخابات د راتلونكي لمريز كال د وږي يا سنبلې د مياشتې په ۲۷ نيټه ترسره شي.

"كميسيون د اړتيا وړ بوديجې د نه موجوديت، د امنيت د ټنګښت په برخه كې د نه ډاډ او د لوژيستيكي ستونزو له امله په هېواد كې د انتخاباتو د غوره ترسره كېدو په هدف د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون په رڼا ګې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډيدو پرېكړه وكړه.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون تر دې مخكې ويلي وو، چې د ولسي جرګې انتخابات به د غبرګولي یا جوزا د مياشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره كېدو لپاره ۱۲۰ ميليونو ډالرو ته اړتيا چې دوی يې اوس يواځي اويا ميليونه ډالره په واك كي لري او پاتې پنځوس ميليونه ډالره يې بايد د بهرنيو سرچينو له خوا وركړل شي.

ښاغلي معنوي د اوسني ولسي جرګې د برخليك په اړه، چې د كار موده يې د چنګاښ یا سرطان د مياشتې په لومړۍ نيټه پای ته رسيږي وويل، چې په دې برخه كې څه ويل د دې له صلاحيتونو څخه پورته ده.

"د دې موضوع په اړه چې د پارلمان برخليك به د سرطان د مياشتې په لومړۍ نېټه د پارلمان د مودې تر پوره كېدو وروسته څه ډول وي په دې اړه به دولت پرېكړه كوي."

تر دې مخكي په كابل كې د ملګروملتونو يوه وياند ويلي وو، چې كه له دوی څخه وغوښتل شي نو دوی به د انتخاباتو له كميسيون سره د مالي مرستې په برخه كې غور وكړي خو په دې شرط، چې بايد په دغه كميسيون كې لازم اصلاحات رامنځ ته شي څو د ولسي جرګې د انتخاباتو شفافيت تضمين شي.

خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې دوی هڅه كوي له تېرو تجربو څخه ګټه پورته كړي او انتخابات په شفافيت سره ترسره شي او د دوی په وينا افغانستان ته د اضافي امريكايي ځواكونو په راتګ سره به د انتخاباتو لپاره تر پخوا لا خوندي فضا رامنځته شي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG