د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

افغاني مدني ټولنې: د لندن كنفرانس ته ځانګړي وړانديزونه لرو


افغاني مدني ټولنې وايي، چې درې تنه استازي يې د لندن په نړيوال كنفرانس كې برخه اخلي
افغاني مدني ټولنې وايي، چې درې تنه استازي يې د لندن په نړيوال كنفرانس كې برخه اخلي
په داسې حال كې چې د افغانستان په اړه د لندن د نړيوال كنفرانس جوړېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي د افغاني مدنې ټولنې مسوولين وايي، چې دوى به هم په دې كنفرانس كې خپلې طرحې او غوښتنې وړاندې كړي.

د افغانستان د مدني ټولنو د ارګانونو استازو د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه غونډه كې وويل، چې د لندن په كنفرانس كې به په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت، د ښې حكومتدارۍ او عدالت د رامنځ ته كېدو او په هېواد كې د اقتصادي ودې په اړه خپلې مشخصې طرحې وړاندې كړي.

افغاني مدني ټولنې وايي، چې درې تنه استازي يې د لندن په نړيوال كنفرانس كې برخه اخلي، يو له دغو څخه انجنير جان محمد نوموړي كنفرانس ته د وړاندې كيدونكي امنيتي طرحې په اړه وويل:

"د ملیشو د زیاتېدو پرځای په ملي پولیسو او ملي اردو وشي، د کورنو د تلاشي پرمهال باید د افغاني دود او دستور په رڼا کې قواوې تربیه شي.

د شکایاتو د څېړلو لپاره باید یو ازاد یونټ جوړ شي، د نظامي قواوو له خوا دې مرستې ونه ویشل شي. د شخصي امنیتي کمپنیو زیات استعمال باید ودریږي."

افغاني مدني ټولنې وايي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د لندن په نړيوال كنفرانس كې د وړاندې كېدونكو طرحو په جوړولو كار كړى او هڅه كوي، چې په پوره توګه يې غوښتنې په دې كنفرانس كې په پام كې ونيول شي او په افغانستان كې عملي شي.

د دې ټولنې مسوولين وايي، چې د ښې حكومتدارۍ، د عدالت د ټينګښت، د بشرله حقوقو څخه د دفاع او ښځو او ځوانانو ته د زده كړې او كار د زمينو د برابرولو لپاره هم مشخصې طرحې لري.

د افغاني مدني ټولنې يوه بله غړې ارزو قانع، چې ټاكل شوې ده د لندن په نړيوال كنفرانس كې برخه واخلي وايي، چې دې كنفرانس كې په افغانستان كې د اقتصادي پراختيا او پياوړتيا په برخه كې هم دوى وړانديزونه ولري:

"د پوځي اهدافو او بشري مرستو ترمنځ توپير، د دې هيواد له طبيعي منابعو څخه پراخه استفاده او كرڼې ته ډېره پاملرنه، د اساسي څانګو جوړول او پراختيا، له موجودو منابعو څخه ښه استفاده، د ښځو او ځوانانو لپاره د روزنيزو پراګرامونو برابرول ترڅو هغوى وتوانيږي كار وكړي او خپل اقتصاد پياوړى كړي."

ټاكل شوې ده د افغانستان په اړه د لندن نړيوال كنفرانس، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سربېره به د كابو شپېتو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي په كې برخه واخلي د رواني ميلادي مياشتې په اته ويشتمه نېټه جوړشي.

افغان دولت وايي، چې د لندن په نړيوال كنفرانس كې به د امنيت د ټينګښت، د نړيوالو مرستو د جلبولو او لګښت، د ښې حكومتدارۍ او له مخالفينو سره د ملي پخلايني مشخصې طرحې وړاندې شي.

په عين حال كې افغان كارپوهان وايي، چې د افغانستان دولت له تېرو نړيوالو كنفرانسونو څخه لكه څنګه، چې لازمه ده استفاده نه ده كړې او بايد هڅه وكړي، چې د لندن دې مهم نړيوال كنفرانس ته پياوړې طرحې وړاندې او ورڅخه ډېره ګټه پورته كړي.
XS
SM
MD
LG