د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د ننګرهار سوادګرو ښځو د دوی د تجارت په پراختيا ټينګار وکړ


په ننګرهار ولايت کې تجارت پېشه ښځو له دولتي مسوولينو نه و غوښتل، چې د ښځينه و د تجارت په پراختيا کې مرسته وکړي.

هغوى د ښځينه و لاسي توليدات هم نماېش ته وړاندې کړي و.

په دې اړه د افغانستان د ښځينه و د سوداګرۍ د انجمن له خوا يو کنفرانس په جلال اباد کې جوړ شوى و.

د افغانستان د تجارت پېشه ښځو د انجمن يوې مسوولې مېرمن خاطرې جبارخېل د ښځو د سوداګرۍ د پراخولو په ضرورت ټينګار وکړ او ويې ويل:

"د ښځو د سوداګرۍ پراختيا د ټولو لپاره ضروري ده هم د اقتصاد د لوړولو او هم د ښځو د پوهاوي او اجتماعي مناسباتو د پراختيا لپاره."

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې شيلا بابري د ښځينه وو د سوداګرۍ د پراخيتا لارې چارې وښودې. او ويې ويل، حکومت بايد د ښځو د سوداګرۍ د پراختيا لپاره اغېزمن ګامونه اوچت کړي.

د ننګرهار مرستيال والي ډاکټر محمد عالم اسحاق زي ښځينه وو ته د ښو شرايطو د برابرۍ ډاډ ورکړ. ده وويل:

"ښځينه تجارت پېشه چې په مالي چارو کې هر مشکل ولري په خصوصي سکتور کې وي او که په اړونده دولتي ادارو کې موږ يې د حل کولو لپاره اماده دي. د ننګرهار ولايت به د دوى خدمت کې وي او دى."

د ښځينه و نمايشګاه د وحيد وهاج په نامه د يوه شرکت په مالي تمويل جوړه شوې وه، د دغه شرکت مشر وحيد وهاج وويل، که د ښځينه و په لېسو کې د ښځينه و له خوا د هغوى د لباسونو او لاسي کارونو يو يو دوکان پرانيستل شي دا به د دوى سوداګرۍ ته ګټوره وي. ده زياته کړه په دې اړه مرستې ته اماده دي.

د ښځينه و په دغه نماشګاه کې دلاسي هنر بېلابېل کالي اېښودل شوي و، چې ليدونکو خوښ کړل.
XS
SM
MD
LG