د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

لویدیځو هېوادونو د افغان سرتېرو د شمېر زیاتوالی ومانه


د افغانستان او لویدیځو هېوادونو چارواکو پرون دا سره ومنله، چې د افغانستان د ملی اردو او پولیسو د عسکرو شمېر ډیر اوچت کړي. د افغانستان، ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو چارواکو، چې په افغانستان کې عسکر لري د روان میلادی کال ترپایه پورې د سلوزرو نورو افغان عسکرو د روزنې پروګرام تصویب کړ.

په کابل باندې د طالبانو له بریدونو دوه ورځې وروسته لویدیځو او افغان چارواکو فیصله وکړه، چې د افغانستان ملي اردو او پولیس باید ډېرژر پياوړي کړای شي او د دغو قواوو د عسکرو شمېر باید ډېرژر اعظمی حد ته ورسول شي.

د ناټو ویاند پرون په دې اړه په بروکسل کې خبریالانو ته یوڅه تفصیلات وړاندی کړل.

ناټو غواړي افغانستان موثر او اغیزناک امنیتي ځواکونه ولري، چې له دغه هېواده د بهرنیو قواوو وتلو ته لاره هواره شي.

د ناټو ویاند جیمز اپاتورای وویل، چې په هغې ګډې غونډه کې، چې د افغانستان، ملګرو ملتونو او د هغو هېوادونو مقاماتو په کې برخه واخیسته چې په افغانستان کې قواوی لري په دې اړه خبرې وشوې.

اپاتورای وایي، مخکنی پلان دا و، چې د ۲۰۱۱ کال ترپایه پورې د افغانستان د ملي اردو د عسکرو شمېر ۱۳۴ زرو سربازانو ته ورسول شي، خو د نوي پلان سره سم دغه شمېر په همدی ټاکل شوې مودې کې ۱۷۱ زرو عسکرو ته رسول کیږي.

د ناټو ویاند زیاته کړه، چې په همدې موده کې به د افغانستان د ملي پولیسو شمېر ۱۳۴ زرو ته اوچت شي.

د افغانستان ملي اردو اوس مهال سل زره سربازان لري او ملی پولیس هم اتیاه زره دي.

د لویدیځو هېوادونو له دغې پرېکړې سره سم باید په افغانستان کې د پوځي روزونکو شمېر هم زیات کړای شی.

بله دا چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو اکثر معاش به د لویدیځو هېوادونو له خوا ورکول کیږي او لویدیځو هېوادونو فیصله کړې، چې د عسکرو میاشتنۍ تنخوا له پنځوسو ډالرو څخه تر ۱۶۰ او ۲۲۵ ډالرو پورې اوچته کړي.

د ناټو ویاند ټینګار وکړ، چې د عسکرو او پولیسو د معاش زیاتوالی کیدای شي په خپل ذات کې ډېر موثر وي، خو د ده په وینا د دغې غوښتنې لپاره تراوسه کوم په زړه پوری ځواب نه دی ترلاسه شوی.

د ناټو ویاند زیاته کړه، چې په دې اړه به د لندن په کنفرانس کې خبری وشي.

خو د لندن له کنفرانسه مخکې هم د روانې میاشتې په ۲۷ په بروکسل کې د ناټو د پوځي مشرانو، په افغانستان کې د آیساف قواوو د قوماندان جنرال سټنلي مک کریسټل او د پاکستان د اردو د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني په ګډې غونډې کې دغه موضوع څیړل کیږي.

د بروکسل د غونډې مقصد دا دی، چې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د زیاتوالي او په دغه هېواد کې د جنرال مک کرېسټل د ستراتیژي څخه د ښې استفادې په لارو چارو غور وشي.
XS
SM
MD
LG