د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

امریکا او متحدین یې افغان دولت سره ۲۰ شل ميليونه ډالره مرسته وکړه


دغه ۲۱ میلونه ډالره د سیمه ییزې حکومت دارۍ په ښه کولو مصرفیږي
دغه ۲۱ میلونه ډالره د سیمه ییزې حکومت دارۍ په ښه کولو مصرفیږي

متحده ايالاتو، بريتانيا، كاناډا او بلجيم د سميزي حكومت دارۍ د ښه كولو لپاره څه باندې شل ميليونه ډالره ځانګړې كړي دي. دغه پروګرام د افغان حكومت او د سميزو ارګانونو د اداري له خوا د اسيايي موسسي په مرسته تطبيق كيږي.د افغانستان د سميزو اورګانونو اداره وايي چې دغه پروګرام دامهال په امتحاني توګه د يوه كال لپاره عملي كيږي.

د افغانستان د سميزو ارګانونو د اداري چارواكو او په كابل كې د امريكا سفير وايي، چې د لنډ وخت لپاره له واليانو او ولايتونو سره د مرستې هدف دا دی، چې دوی په دې پيسو د خپلو ادارو كاري اړتياويې پوره او په سميزه كچه ظرفيت لوړ شي.

د افغانستان د سيمزو ارګانونو د اداري مشر غلام جيلاني پوپل د چهارشنبې په ورځ د امريكا له سفير سره په يوې ګډې خبري غونډه كې وويل، چې له دغو پيسو څخه به هر ولايت ته درې لكه ډالره وركول كيږي، څو ترېنه په روزمره اړينو برخو كې كار واخيستل شي:

د سميزې حكومت دارۍ د پروګرام لپاره يويشت عشاريه درې ميليونه ډالره ځانګړي شوي دي، چې ډېره برخه يې متحده ايالات، بريتانيا، كاناډا او بلجيم وركوي.

د دغې مرستې تړون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او د دغو هېوادونو د استازو ترمنځ لاسليك شو.

په كابل كې د امريكا سفير د دغه تړون د لاسليكولو پرمهال په دې اړه داسي وويل:

"افغانستان اوس هم په دې برخه كې كار كوي، چې د مركزي حكومت او د ولايتونو دواك ترمنځ يو تعادل رامنځته كړي.

نو له همدي امله دغه پيسې د افغانستان ټولو ۳۴ ولايتونو ته وركول كيږي او ورڅخه به په شفافه توګه استفاده كيږي."

په داسط حال كط چې ويل كيږي د افغانستان زياتط دولتي ادارط د بوديجي د كمښت له وجهط له زياتو ستونزو سره مخامخ دي، خو كتونكي په دط باور دي، چې په دولتي ادارو كې د شته فساد له امله دوی ډاډه نه دي، چې دغه پيسې به هم په بشپړه توګه په سمو لارو باندې ولږول شي.

په عين حال كې مرستندويه هيوادونه، د بيلګې په توګه په كابل كې د امريكا سفارت وايي، چې د دغي بوديجې د لږولو له بهير څخه به څارنه كيږي او په هغو ولايتونو كې، چې له دغو پيسو څخه په سمه توګه استفاده وكړي نو دغسي ادارو ته يې نور امتيازات هم په پام كې نيولي دي.

مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG