د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

رابرت ګیټس: هند او امریکا ګډو ارزښتونو سره نېږدي کړي


د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر رابرټ ګيټس
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر رابرټ ګيټس

امریکا له هند سره ستراتیژیکې اړیکي ټینګې کړي او د دفاع وزیر رابرت ګيټس چې نن (سه شنبې) به هند ته په دوه ورځني سفر ولاړ شي، په جنوبي اسیا کي د ثبات د ټینګښت په مقصد له نوي ډیلي سره د نږدي پوځي همکارۍ غږ کړی .

هندي ورځپاڼې د ټایمز اف انډیا، هند ته د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس له سفر مخکي د هغه نظر خپور کړی چې وایي، امریکا او هند ګډو ارزښتونو سره نږدي کړي دي او د نویو امنیتي ګواښونو د مقابلې لپاره باید په خپلو کی زیاته همکاري وکړي.

رابرت ګيټس وایي، مونږ باید له فرصتونو څخه ګټه واخلو او دا ځکه چي د جنوبي اسیا سوله او امنیت نه یوازې د دې سېمې لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپار اهمیت لري.
د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګيټس به د سه شنبې په وروستیو کې هند ته ورسیږي او ددی هیواد له صدراعظم، د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره به لیدنې کتنې وکړي.

اټکل کیږي چی ګيټس به د خپل سفر په جریان کي د سېمه ایز امنیت، افغانستان او دغه راز د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړي.

هندي چارواکو د ګيټس د سفر د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا سفر پداسي حال کې کیږي چې هند له امریکا څخه د جنګي الوتکو او نورو پوځي وسایلو د پیرني په مسلې غور کوي.

په امریکا کی د هند پخوانی سفېر لالیت مان سینګ وایي، د هند له خوا د پوځي وسایلو په پیرنې برسېره، ډیرې نوري مسلې دي چی هند او امریکا به پري خبرې وکړي.

دی وایي، هند سترګې په لار دی چی له متحده ایالاتو څخه واوري، په پاکستان او افغانستان کی یي د اسلامې بنسټ پالو په ضد جګړې کې يې څومره پرمختګ کړی.

اسوشیتد پریس لیکي: د تېر نومبرمیاشتې راهیسې چې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د هند صدراعظم منموهن سنګ ته په سپینې ماڼۍ کي د خپلې ادارې لومړنۍ دولتي ماښامنې برابره کړي وه، هند ته د ګيټس دا سفر به د دواړو هیوادونو تر منځ د جګې سطحي غونډه وي.

هند او امریکا ګډ پوځي تمرینات تر سره کوي او دغه راز هند د امریکا د وسلو ستر پیرونکی هیواد هم دی.

متحده ایالات زیار باسي چي د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی لري کړي تر څو دواړه هیوادونه یو د بل په ضد پوځي او اقتصادي منابع استعمال نکړي.

هند چي اقتصاد یي د ودي او پرمختګ په حال کي دی ، د امریکا په نظر په سېمه کي به د یوه مهم طاقت په توګه را څرګند شي خو پاکستان د اسلامي بنسټ پالنې په مخکي د شګو یو دیوال دی.
أ
XS
SM
MD
LG