د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

رابرټ ګیټس هندوستان ته ځي


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس

د امریکا د دفاع وزیر په روانه اوونۍ کې هندوستان ته سفر کوي. دده د سفر هدف د هغه ستراتیژیک شراکت پیاوړي کول دي، چې ددغو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی دی او د هغه له مخې هندوستان په افغانستان کې د متحد ایالاتو په مشرۍ په ډیر قوت د عملیاتو ملاتړ کوي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، هندوستان ته د ښاغلي ګیټس دوه ورځينې سفر د هغو هلو ځلو یوه برخه ده چې هدف یې له هندوستان سره د اړیکو پراخول دي.

واشنګټن هندوستان ته په سیمه کې د پیاوړي لوبغاړي په سترګه ګوري چې کولای شي په نړیواله صحنه کې مهم رول ولوبوي.

د دفاع وزارت یو لوړ رتبه چارواکي چې له نوم اخیستو یې ډډه وکړه، خبریالانو ته وویل: مونږ هندوستان ته د یو پیاوړي سیمه ایز قدرت په سترګه ګورو چې نن سبا د یوه جهاني قدرت په توګه تبارز کوي.
دغه چارواکي زیاته کړه، د ښاغلي ګیټس ددې سفر اصلي هدف دادی چې د دوه اړخیزو اړیکو پر اهمیت تاکید وکړي. او څرګنده کړي، چې د پوځي اړیکو پیاوړتیا ددغه ستراتیژیک شراکت په پیاوړي کولو کې اساسي رول لوبوي.

ټاکل شوې وه، چې د پنټاګون مشر هندوستان ته تر سفر مخکې لومړی استرالیا ته سفر وکړي. خو ده د هغه لوی بشري بحران له وجې چې په هایتي کې را منځته شو، استرالیا ته یې خپل سفر وځنډاوه.

په هایتي کې د تیرې سه شنبې ورځې تر لوی زلزلې وروسته د امریکا اردو پراخ عملیات پیل کړل، او خپل په زرهاو وعسکر یې د بشري مرستو لپاره هایتي ته ولیږل.

د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې ښاغلی ګیټس به د هندوستان له صدراعظم من موهن سنګ، د بهرنیو چارو له وزیر اېس اېم کرشنا او د دفاع له وزیر اې، کې انتوني سره وګوري.

واشنګټن تل په افغانستان کې د طالبانو پرضد له جګړې څخه د هندوستان د بشري مرستو او ددې هیواد له پیاوړي دریځ څخه خوښي څرګنده کړې ده.

هندوستان له دوه زره یو، م کال راهیسې له افغانستان سره د یو اعشاریه دوه میلیارد ډالرو مرسته کړې ده، چې په هغه کې د نوي پارلمان د ودانۍ جوړیدل، د سړکونو رغول او په هیواد کې د ژورو څاه ګانو د کیندلو تمویلیدل شامل دي.
ښاغلي من موهن سنګ په نوامبر میاشت کې له واشنګټن څخه کتنه وکړه، او په یوې ګډه اعلاامیه کې یې ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به له تندلارو سره په مبارزه کې هرډول همکاري وکړي.
XS
SM
MD
LG