د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

خروټي: بهرني ځواكونه دې په افغانستان كې خپل سري عمليات بند كړي


د خروټو د قومي شورا مشرانو نن په كابل كې په يوه پراخه غونډه كې وويل، چې په افغانستان كې د عامه خلكو د مرګ ژوبله او د خپل سرو عملياتو دوام ورته نور د زغم وړ ندې.

د خروټو د قومي شورا مشر انجنير مطيع الله خروټي له ازادي راډيو سره په خبرو كي وويل چې دوي دا غوښتني د يوه پريكړه ليك په بڼه ترتيب كړي .

هغه د پريكړه ليك يوه برخه داسي ولوستله .

"زمونږ په سيمو كي د قومي مشرانو او سپين ږيرو له صلاح مشوري پرته د ايساف او ايتلافي ځواكونو لخوا په خپل سر د شپي لخوا د كورونو تلاشي كول، په بي ګناه خلكو د بمونو غورځول يا د توربګني له مخي په لمسون د خلكو بندل كول او د هرډول خپل سري عملياتو ترسره كول موږ ته نور د منلو وړ نه دي ."

دا غوښتنه پداسي حال كي مطرح كيږي چې د جنوري د مياشتي په ۲۸ نيټه به په لندن كي د افغانستان په اړه يو نړيوال كانفرانس جوړ شي چې د افغان د حكومت د چارواكو په وينا يي دامهال د اجندا په چمتوكولو باندي كار روان دې.

ددي ترڅنګ د غونډي يوشمير ګډونوالو له بهرنيو ځواكونو څخه سخت شكايت وكړ چې كه په كوم سړك دبهرنيو ځواكونو كوم كاروان تيريږي نو هيڅ موټر ته اجازه نه وركوي چې ورڅخه مخكي شي او له همدي امله په سوونو ملكي موټري يي ترشا رواني وي چې په ډيرو كي يي عاجل ناروغان هم وي . دوي له نړيوالو ځواكونو په كلكه وغوښتل چې دود ته دي نور د پاي ټكي كيږي .

په عين حال كي د خروټو د قوم د پريكړه ليك په يوي بلي برخه كي د دولت پر مخالفينو هم غږ شوي چې ددوي په سيمو كي دي جګړي نه كوي :

"د كوم شمير مخالفينو له خوا چې زمونږ په سيمه يا محل او يا هم ولسوالي كي ستونزي رامنځ ته كيږي او د هغوي لخوا زمونږ په سيمه كي ماينونه خښوي او يا د هغوي په وجه زمونږ كلي بمبار كيږي مونږ به د خپل زيان ، تاوان او خساره له نوموړي مخالف وسلوال څخه او يا هم د هغوي له كورني څخه اخلو"

د خروټو د قوم شورا خپلي انديښني پداسي حال كي څرګندي كړي چې ملګروملتونو هم په خپل يوه ورورستي راپور كي تير ميلادي كال په افغانستان كي د ملكي وګړو لپاره يو ډير خونړي كال بللي دي چې په كي د وړم كال په پرتله په ملكي تلفاتو كي ۱۴ فيصده زياتوالي راغلي .

پدغه راپور كي د زياتو ملګي وګړو د مرګ ژوبلي مسوليت پر مخالفينو اچول شويدي چې ډيري ملكي وګړي د مخالفينو لخوا په چاودنو او بريدونو كي وژل شويدي خو څيړونكي دا هم وايي چې په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو او ددوي دعملياتو زياتيدل هم د ملكي وګړو له تلفاتو سره مستقيمه اړيكه لري .
XS
SM
MD
LG