د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

له طالبانو سره د سولې مساله د ابوظبي په غونډه کې وڅیړل شوه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سپنتا او د هغه پاکستانی سیال شاه محمد قریشي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سپنتا او د هغه پاکستانی سیال شاه محمد قریشي
د افغانستان په اړه په عربي متحد اماراتو کې د دغه هېواد د حکومت په بلنه پراخه سیمه ییزه غونډه د سې شنبې په ورځ وشوه.

په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، اردن او عربي متحد اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اوویشت هېوادونو سفیرانو ګډون کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر رنګین دادفر سپنتا ازادي راډیو ته وویل، چې په دې غونډه کې یوه مهمه مساله له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې موضوع وه، چې یاده شوه.

د ښاغلي سپنتا په وینا دا مساله به نږدې دوې اونۍ وروسته د لندن په نړیوال کنفرانس کې هم مطرح شي او د اماراتو په مرکز ابوظبي کې دا مساله په ابتدایي شکل وڅیړل شوه، څو عرب هېوادونه په دې برخه کې پر اسلام اباد له خپل نفوذه استفاده وکړي.

د ابوظبي د غونډې په اړه شیخ عبداله بن زاید ال نهیان د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ابوظبي تلویزیون ته وویل:

"زه باور لرم، چې دا غونډه د مختلفو علتونو له امله ډېره مهمه وه، د دې سیاسي پیغام له یوه لوري دعربي هېوادنو پراخ ګډون له بل پلوه، لکه د مصر، اردن او د خلیج د همکارۍ د هېوادونو د استازیو برخه اخیستنه پر دې دلالت کوي، چې د سیمې او عربي نړۍ ټول هېوادونه د افغانستان مسالې ته توجه لري."

د عربي متحد اماراتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د غونډې د برخه والو له نظریاتو داسې څرګنده شوه، چې د افغانستان ستونزه به حل شي.

له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې خبرې مخکې په سعودي عربستان کې په پټه شوې وې، خو نتیجه یې نه وه ورکړې.

خو تېره اونۍ دا موضوع یو ځل بیا هغه وخت یاده شوه، چې په ملګرو ملتو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین ملګرو ملتو ته وړاندیز وکړ، چې یو شمیر طالبان له تور لسته وباسي.
XS
SM
MD
LG