د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

۷۰ په سلو کې افغانان وايي، چې هېواد سمې خوا ته روان دی


Afghanistan -- Map, 2009
Afghanistan -- Map, 2009

په يوه نوې سروې کې، چې (بي بي سي، د امريکا ABC ټلويزيون او د جرمني ARD ټلويزيون) په ګډه کړې او پرون خپره شوه،٧٠ فيصده افغانانو ويلي دي، افغانستان سمې خوا ته روان دى، حال دا چې د تېر کال په سروې کې ٤٠ فيصده خلکو دا خبره کړې وه.

په دې سروې کې له ١٥٣٤ افغانانو څخه پوښتنې شوي د تېر کال په نسبت د خوشبينه خلکو شمېر په کې زيات ښوول شوى، که څه هم په راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان په جنوب کې ناامني او ستونزې زياتې دي، خو نظرپوښتنه ښيي، چې په سلو کې ٤٢ کسانو وسلوال طالبان د تاوتريخوالي په زياتولو تورن کړي، په سلو کې ١٧ نورو ناټو، امريکايي پوځيان او افغان حکومت د جګړې په زياتولو تورن بللي.

شپږفيصده خلکو د طالبانو اداره ښه بللې، خو په مقابل کې د دې سروې په سلو کې ٦٩ ګډونوالو ويلي دي، چې وسلوالو طالبانو افغانستان ته لوى خطر پېښ کړى، دغه راز ٦٦ فيصده نورو طالبان او د القاعدې بهرني جنګيالي تورن کړي، چې په افغانستان کې يې ناامني او بې ثباتي پراخه کړې ده.

په دې سروې کې راغلي، که څه هم پخوا داسې ښکارېدل، چې زيات افغانان په خپل هېواد کې د ناټو او نورو هېوادونو د پوځيانو له حضور سره مخالفت لري.

خو په سروې کې له خلکو دا پوښتنه هم شوې، کله چې په ٢٠٠١م کال کې امريکايي پوځيان افغانستان ته ننوتل ايا دا ښه کار وشو چې طالبان يې له صحنې وايستل؟ په سلو کې ٨٣ خلکو مثبت ځواب ورکړى، حال دا چې په ٢٠٠٩م کال کې د دغو خلکو فيصدي ٦٩ وه.

په سروې کې راغلي، چې له ناټو پوځيانو د خلکو ملاتړ زيات شوى، پخوا ٥٩ خلکو د دغو پوځيانو ملاتړ کاوه اوس خو اوس دا فيصدي ٦٢ ښوول شوې ده.

د ايساف ځواکونو د حضور په اړه دا پوښتنه هم له خلکو شوې، چې دوى بايد له افغانستان کله ووځي؟

په سلو کې ٢٢ خلکو ويلي دي دغه ځواکونه بايد په راروانو ١٨ مياشتو کې له افغانستانه ووځي، خو په سلو کې ١٢ نورو بيا ويلي دي، دغه بهرني عسکر بايد تر ١٨مياشتو زياته موده په افغانستان کې پاتې شي.

له خلکو په دې نظرپوښتنه کې د تېرو انتخاباتو په اړه هم پوښتنه شوې، چې د پراخو درغليو ادعاوې په کې شوې دي، په سلو کې ٧٢ خلکو ويلي، چې حامد کرزى ښه ولسمشر دى، حال دا چې د تېر کال په سروې کې يوازې ٥٢ کسانو کرزى ښه ولسمشر بللى و.

خو ٩٥ فيصده افغانانو په دولتي ادارو کې موجود اداري فساد يوه لويه ستونزه بللې ده.
XS
SM
MD
LG