د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

حميدي: د افغانستان حکومت باید په دوبۍ کې د ربړول شوي افغان پوښتنه وکړي


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون غړی فرید حميدي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون غړی فرید حميدي.
د عربي متحد اماراتو په العین ښار کې محکمې د دغه هیواد د دولت د رییس سکه ورور الشیخ عیسی بن زاید ال نهیان پرون یکشنبې ( جنوري ۱۰) د یوه افغان د شکنجه کولو ، وهلو ټکولو، بې ستره کولو .. له توره بري اعلان کړ.

دا هغه پیښه وه چې فلم یې په خپله الشیخ عیسی اخیستی و او د بشر ي حقونو یو شمیر ډلو وویل چې تراوسه دغومره له شکنجې ډک حالت دوی مستند نه و لیدلی.

د الشیخ عیسی دوه ملګري په دې قضیه کې په غیاب کې په پنځه کاله حبس محکوم شول او مالي جریمه هم پرې کيښودل شوه.


قاضي وویل، الشیخ عیسی د دې افغان د وهلو مسوول نه دی او محکمې څرګنده کړه چې دی نشه و، په حال کې نه و چې دغه افغان یې واهه.

د العین د محکمې د دې پرېکړې په باب عصمت څاروان د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون له یوه مقام فرید حمیدي سره مرکه کړې. دا مرکه دلته اوريدلی شۍ:
XS
SM
MD
LG