د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۰

د بګرام د زندانیانو پردوسیو به افغان چارواکي غور کوي


د ایساف نماینده، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند او د هېواد د محابسو رييس امیر محمد جمشید
د ایساف نماینده، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند او د هېواد د محابسو رييس امیر محمد جمشید

افغان چارواكي وايي، كله چې د بګرام زندان دوی ته وسپارل شي، نو تر هرڅه مخكې به دوی د ټولو بنديانو پر دوسيو له سره غور وكړي او كه څوك په كې بې ګناه ثابت شي نو هرو مرو به يې خوشي كړي.د افغانستان د محابسو ریيس ډګرجنرال امير محمد جمشيد، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو د يوې پوښتني په ځواب كې په دې اړه وويل:


"کله چې دا زندان موږ ته وسپارل شي، زما لومړی کار به دا وي، چې د افغانستان د عدلي او قضايي سیستم له لارې د بندیانو دوسیې له سره وڅېړل شي. که څوک بې ګناه وي خوشی کوو یې او که څوک مجرم دي د قانون سره سم به جزا ورکړل شي."

افغان حكومت ته د امريكايي ځواكونو له خوا د بګرام د زندان د سپارلو تړون د روانې اونۍ په سر كې لاسليك شوی دی او د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې دامهال د دغه زندان د ساتلو لپاره د يوې نوې لوا په جوړولو كار روان دی.

د بګرام زندان په داسې حال كې افغان حكومت ته سپارل كيږي، چې همدا اوس هم بهرني ځواكونه په افغانستان كې ميشت دي او تل د خپلو عملياتو پرمهال يوشمېر مخالفين ژوندي نيسي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي، چې كه بهرني ځواكونه څوك نيسي هم هغه هم بايد د بګرام زندان ته انتقال كړای شي نه بل كوم ځای ته.

"په راتلونكي كې به ټول بنديان توقيف ځايونو ته راځي، ځكه دې ته موږ دايمي مركز نه شو ويلاي.

ټول بنديان، چې د بهرنيو ځواكونو د عملياتو پرمهال نيول كيږي كه هغه بهرني اتباع وي يا كورني هغه به د بګرام زندان ته راوړل كيږي."

په هرصورت د بګرام په زندان كې دا مهال څه باندې ۷۰۰ بنديان دي، چې نږدې ۳۰ تنه يې بهرني اتباع دي او دا چې د دغو بهرنيو اتباعو په اړه به څه ډول پرېكړه كيږي، په دې برخه كې د ناټو چارواكو په روښانه توګه څه ونه ويل.

د امريكايي چارواكو له خوا افغان حكومت ته د بګرام د زندان د سپارلو پرسر كه له يوې خوا زيات افغانان خوښ بريښي، خو له بلې خوا داسې انديښنې هم موجودې دي، چې ايا د افغان حكومت تر كنټرل لاندې به په دغه زندان كې له بنديانو سره د نړيوالو اصولو او قوانينو له مخې سم چال چلند وشي او كه څنګه؟

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG