د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

د هېواد په وروستيو پېښو کې افغان او بهرني عسکر وژل شوي


د نړیوالو اژانسونو په حواله د افغانستان په وروستيو امنيتي پېښو کې يوشمېر بهرني او افغان عسکر وژل شوي او په زياته اندازه کيمياوي مواد او مخدره توکي نيول شوي.

پرون په ارزګان کې يوې چاودنې اته افغان عسکر ووژل، دغه راز پرون په لوګر کې د ملي امنيت دوه سيمه ييز ساتونکي د وسلوالو په ډزو ووژل شول.

په هرات کې يو هسپانوى عسکر وژل شوى. د هسپانيا د دفاع وزارت ويلي دي، دغه څلرويشت کلن عسکر پرون هغه وخت ووژل شو، چې په يوه پوځي اډه کې يې موټر ټکر کړ او روغتون ته تر رسولو وروسته نوموړي ساه ورکړه.

د هسپانيا د دفاع وزارت ويلي دي، د دې عسکر د مړينې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.

ډنمارکي ځواکونو بيا ويلي دي، چې يو عسکر يې د افغانستان په جنوب کې وژل شوى او پنځه نور ژوبل دي.

د ډنمارک پوځ ويلي، دغه سرتېري پرون په يوه پوځي موټر کې سپاره وو، چې چاودنه پرې وشوه. وروسته دوى روغتون ته انتقال شول چې يوه عسکر روغتون ته تر رسېدو مخکې ساه ورکړه. په راپور کې راغلي چې د دوو ټپيانو حالت نازک دى.

له دوه زره دويم ميلادي کال راهيسې په افغانستان کې نهه ويشت ډنمارکي عسکر وژل شوي. د دې هېواد اووه سوه عسکر د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ماموريت لري، چې اکثره يې په هلمند کې دېره دي.

ناټو ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي چې د افغانستان په ختيځ کې يې يو امريکايي عسکر د پنج شنبې په ورځ وژل شوى. په دې اړه يې زيات جزئيات نه دي ورکړي.

په هرات کې تېره شپه د امريکا پر قونسلګرۍ درې راکټونه توغول شوي چې چارواکي وايي تلفات نه لري. ويل کېږي امريکايي مامورين په ودانۍ کې نه وو او تر پېښې وروسته ډزې هم اورېدل شوي دي.

په يوه جلا پېښه کې ناټو ځواکونو منلې چې افغان او نړيوالو ځواکونو پرون په کندهار کې د لسو ټنو په اندازه سره يا امونيم نايتريت مواد نيولي چې دغه کيمياوي مواد معمولاً په چاودنو کې کارول کېږي او پرون په همدې ولايت کې له منځه يووړل شول.

د تېرې اوونۍ په پيل کې هم ناټو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د دوه زره اووه سوه کيلوګرامه مخدره موادو د نيولو خبر ورکړى و.

په يوه جلا پرمختګ کې ناټو ويلي چې يوه افغان اته شپېته لاسي بمونه دوى ته سپارلي. ناټو ويلي دي د اکتوپر له لومړۍ نېټې راهيسې يوسل او پنځوسو افغانانو ته د وسلو د زېرمو په اړه د معلوماتو په بدل کې نقدي جايزې ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG