د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

افغان مېرمنې په نوي نظام کې د پوره ونډې درلودو غوښتونکي دي


افغان ميرمنې وايي، چې په تېر حكومت كې دوی ته لږه ونډه وركړل شوې وه او څو ځله یې له ولسمشر کرزي څخه غوښتي، چې دوی ته دې په نوي حكومت كې د وزارتونو په ګډون لوړې څوكۍ هم وركړل شي.

په افغانستان كې د ۲۰۰۹ ميلادي كال د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د حامد كرزي په برياليتوب سره داسې اټكلونه وو، چې ښايي په نوي نظام كې به د ښځو ونډه تر پخوا زياته وي، ځكه چې ښځې هم د افغاني ټولنې نيمايي برخه جوړوي او اوس مهال د نارينه وو په څېر په سياسي، افتصادي او ټولنيز ډګر كې فعاليتونه كوي.

خو د جمهور ریيس كرزي له خوا ولسي جرګې ته د ۲۴ نوماندو وزيرانو په منځ كې د يوې ميرمنې حسن بانو غضنفر شتون د افغان ميرمنو هيلې نا هيلې كړې او هغه هم د ښځو د چارو د نوماندې وزيرې په توګه، دا په ډاګه كړه چې د اوسني نظام په سياسي برخه كې ښځو ته د نارينه وو په څېر برخه نه وركول كيږي.

وروسته تر هغو، چې د حامد كرزي د ۲۴ وزيرانو له جملې څخه يوازې ۷ تنو يې د ولسي جرګې له خوا د اعتماد رايې وګټلې او ۱۷ تنه يې و نه منل شوه، نو د ښځو د چارو نوماندې وزيرې هم د اعتماد رايه ونه ګټله.

خو ايا د وزيرانو په نوې كابينه كې به څو تنه يې ښځينه وزيرانې وي؟ جمهور ريیس كرزی او د هېواد اوسني سياسي چارواكي څومره لېوال دي، چې ښځې هم د هېواد د چارو مشري پر غاړه ولري.

د ولسي جرګې غړې شينكۍ كړوخېل، چې له جمهور ریيس كرزي سره يې مدني ټولنې د غړو د افغان ښځو په كتار كې ليدلي وايي:

"له ولسمشر کرزي څخه پوښتنه دا و، کله مو چې نوې کابینه جوړولو ولې مو له ښځو سره مشوه ونه کړه، ولې په موږ اعتماد نه کیږي او که بیا هم یوه ښځه معرفي کیږي نو ولې د نارینه وو له ادرس څخه معرفي کیږي او یا هغه میرمن باید د یو چا لور یا خور وي، څو نور ورباندې خوشحاله کړای شي، نه دا چې د هغې کرسۍ یا پوست ضرفیت او اهلیت ولري.

سره له دې زموږ غوښتنه دا وه، چې که چېرې په راتلونکي کابینه کابینه نوماند وزیران د اعتماد رایې نه شي ترلاسه کولای باید ښځو ته زیاته ونډه ورکړای شي. لږ تر لږه هغه درۍ وزارتونه چې له ټاکنو مخکې له ښځو سره یې ژمنه شوې وه."

دلته يو لړ پوښتني را برسيره كيږي، چې ولې د افغانستان د وزيرانو په نوي كابينه كې د ښځو وڼده كمزورې ده؟

ايا افغان ميرمنې د نارينه وو په څير د وزارتونو د مشرۍ وړتيا نه لري؟

ولې په هېواد كې يوازې د ښځو د چارو وزارت ښځينه وزيرې ته ورسپارل كيږي؟ ولې كليدي وزارتونه ښځو ته نه سپارل كيږي؟

ايا ښځې په هغو سياسي ايتلافونو كې شريكي نه دي، چې په انتخاباتو كې يې د جمهور ریيس كرزي د اوسني حكومت ستنې درولي دي؟

خو د افغانستان د مدني ټولنې غړي سيما غني دا د افغان ښځو نيكمرغي ګڼي، چې دوی په هېواد كې له سياسي معاملو لري دي:

"فكر كوم يوه نيكمرغي، چي لرو او هغه څوكۍ چې له موږ سره يې ژمنه شوي له دې سياسي معاملو څخه به بهر وي."

په تېرو شاوخوا اتو كلونو كې افغان ميرمنو د هېواد په بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو كې ستر رول ولوباوه.

د بيلګي په توګه په ملي شورا كې په سلو كې ۲۵ يې ښځينه وكيلانې او سناتورانې دي. د ښځو د چارو د وزارت او د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مشرې ښځو پر غاړې درلوده.

د باميان والي حبيبه سرابي لومړنۍ ښځينه والي ده. يو شمېر نورې ښځي د وزارتونو د مرستيالانو په توګه هم ټاكل شوي، خو ايا په خپله افغان ښځې له دې وڼدي رضايت لري؟

د ښځو د چارو د وزارت مرستياله پلوشه كاكړ په دې باور ده، چې كه هره دولتي لوړه څوكۍ افغان ښځو ته وسپارل شي نو د هېواد پر حالاتو به مثبته اغيزه وكړي:

"زه فکر کوم که چېرې یوه ښځه د یوې ادارې په راس کې وي نو هغه به له اداري فساد نه پاکه وي.

موږ په ډیپلوماټیکو پسټونو کې ۴ ښځي کار کوي، تر اوسه ولسمشر یا د بهرنیو چارو وزات له دوی څخه کوم شکایت نه دی کړی.

په هر پوست کې ښځه یوه بېلګه د صداقت ده، ښځه بېلګه د وحدت ده، ښځه نمونه د وفادارۍ ده. دا چې موږ ته ستونزې پیدا شوي دي او موږ یې وروسته پاتې کړي یو، دا د دې معنی نه ده، چې موږ کار نه شو کولای او یا کاري ظرفیت نه لرو.

زموږ په راس کې به داسې کسان وي، چې موږ کار ته نه پریږدي،"

كه څه هم، چې په افغاني دوديزې ټولنه كې يو شمېر خلك له دې مسالې سره مخالفت لري او ان د افغان ښځو له ليك لوست سره مخالفت كوي، خو بل خوا د ولسي جرګې غړې شينكۍ كړو خيل هم همدې مسالې ته په اشاره وايي، چې افغان ښځې بايد د نورې نړۍ د ښځو په څېر په دولتي لوړو څوكيو كې د خپلي پوهې په رڼا كې كارو كړي نه داچې د نارينه و د سليقو له مخې ورته څوكۍ وركړ شي:

افغانستان هغه هېواد دی، چې په سياسي ډګر كې يې كله نا كله يوه ميرمن د سياسي نظامونو په بدليدو سره ځليدلې ده خو په تېرو اتو كلونو كې دغه مساله بل ډول ثابته شوې، ځكه افغان ښځو دا په ډاګه كړې، چې د نارينه وو په څېر په سياسي او نورو ډګرونو كې د نا خوالو او نا برابريو په وړاندې درېدلې شي.

ويل كيږي، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې به هم افغان ښځې د هېواد د چارو واګۍ تر يوه بريده په لاس كې ولري.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر يو وياند احمد ضيا سيامك هروي وايي، چې په دغو كلونو كې د ښځو وڼدې ته پوره پاملرنه كيږي:

"په احتمالي توګه جمهور ریيس به په راتلونكي كابينه كې ښځو ته دوه يا درې وزارتونه په پام كې ولري، خو په حكومت كې د ښځو حضور يواځي په كابينې كې نه خلاصه كيږي بلكې، ښځې به د وزارتونو د مرستيالانو، د خپلواكو رياستونو په سر كې او نورو برخو كې كار وكړي او نه يوازې به حكومت كې بلكې د قوانينو له لارې او په هېواد كې د ښځو د حقونو لپاره هغه پروګرامونه، چې دولت يې لري ښځو ته په پام كې نيول شوي دي."

كه څه هم افغان ميرمني اوس مهال دا ادعا كوي، چې بايد دوی ته په اوسني نظام كې د هغې ولسواكۍ په پام كې نيولو سره، چې نړيواله ټولنه يې د ښځو د جندر په برخه كې د عملي كېدو غوښتنه كوي پوره وڼده وركړ شي.

خو بيا ډېر شمېر ميرمنې وايي، چې بايد افغان ښځي د لياقت، سپېڅلتيا، پوهي، تحصيلي سويې او كاري تجربې له مخې په اوسني نظام كې خپل حضور ثابت كړي.
XS
SM
MD
LG