د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

په هرات کې هغو طالبانو سره مرسته وشوه چې له جګړې یې لاس اخیستی


د هرات د امنيې قومندان جنرال عصمت الله علیزی
د هرات د امنيې قومندان جنرال عصمت الله علیزی

په هرات کې ملکي ژوندته راګرځیدلو۱۷۰تنه پخوانیوطالبانوته د ولایتي بیارغونې ډلې مرستې ورکړې.

په داسې مهال چې دپښتون زرغون ولسوالي اړوند لسګونه تسلیم شوي طالبان دیکشنبې په ورځ امنیه قوماندانۍ کې مرستې ترلاسه کولې،پخواني طالب قوماندان عبدالعزیز دنوروپه استازیتوب افغان دولت اونړیواله ټولنې څخه دترلاسه شویومرستومننه وکړه ویې ویل ، دی اوملګري یې سیمه کې دبیار غونې په لړکې دښونځیو،اوسړکونوجوړښت،اووزګاره کسانوته ددولت له خوادکاري مشغولتیا د زمینو برابرول غواړي .

په هرات کې دایټالیا دولایتي بیارغونې ډلې قوماندان ډګروال کلوډیو دخپلې ډلې اوهیوادپه استازیتوب ټولو هغوکسانوته دمرستې ددوام ژمنه ورکړه چې دروغې جوړې پروګرام له لارې ملکي ژوندته راګرځي. نوموړي وویل:
پخوانی طالب قومندان عبدالعزیز


«دغه بیړنۍ مرستې مودژمي په خاطر وکړې هرتن ته ۸۰کلووریژې ،۱۶کیلولوبیا،۱۵کیلو غوړي.یوه کورتۍ اوکمپله ده.هیله ده ستاسولپاره به ګټورې وي.مونږاوتاسوبه دافغانستان درغونې لپاره لاس سره یوکړو»

دهرات دامینه چاروقوماندان جنرال عصمت الله علیزي وویل په دې وروستیوکې دهرات ګزرې،اوپښتون زرغون ولسوالیوڅخه لږترلږه ۳سوه کسه مخالف وسلوال دولت سره یوځای،دایې دویمه ډله ده چې ولایتي بیارغونه مرسته ور سره کوي.
دهرات امینه قوماندان دخبروپه دوام دوی سره سیمه کې دبیار غونې دپروژودپلي کولوژمنه هم تازه کړه.
XS
SM
MD
LG