د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

ناټو په افغانستان کې ځینو کسانو ته جایزې ورکوي


د امریکا د متحده ایالاتودفاع وزرات په افغانستان کې پر یو پروګرام کار کوي چې له مخې یې هغو کسانو ته انعامونه ورکوي څوک چې د وسلو د زیرمو اود سړک د غاړې ښخو شویو ماینونو په اړه بهرنیو ځواکونو ته معلومات ورکړي.

ایساف ځواک وایي، د تېر اکتوبر میاشتې راهیسې یې شاوخوا ۱۵۰ افغانانو ته چې د معلوماتو په اساس یې د وسلو زېرمې کشف شوي او یا هم د دښمن فعالیتونه پرې بند شوي، سړي سر د پنځوسو ډالروڅخه نیولي تر زرو ډالرو پورې انعامونه ورکړي دي.

ایساف وایي، په دي وروستیو کې د انعامونو په مرسته ۴۳ توغندي ، ۴۰ میله ټوپک ، ۴۰ میله توپونه ، د ټانکونو ضد پنځه توغندي ، د ټانکونو او پرسونل ضد یو شمېر ماینونه او د الوتکو ضد وسلې کشف شوې دي.

د اسیاف چارواکي وایي، کوم کسان چي دوی ته راپورونه ورکوي د هغوي هویت بیخي امن او خوندي پاته کیږي.

د امریکا د دفاع وزرات د انعام ورکولو د پروګرام ویانده بریدمنه جین کیمبل وایي، د انعام ورکولو په دې پروګرام سره د بې ګناه ملکي خلکو ژوند هم ژغورل کیږي او افغانانو ته فرصت ورکوي چی د هغو شخړو او جګړو په ضد مبارزه وکړي چې د دوی او د دوی د کورنیو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی.

اسوشیتد پرس اژانس د پکتیا ولایت د ښځو د چارو د مسولې زرغوني حمید خبره راخیستې چې وایي، مونږ ددي پروګرام بشپړ ملاتړ کوو.

خلک باید د چاودیدونکو او وژونکو موادو راپور ورکړي تر څو د مرګ ژوبلې مخه ونیولی شي.

اژانس وړاندې لیکي: وسلوالو په افغانستان کې د سړک د غاړې بمي چاودنې زیاتې کړي او له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې دا حملې دری برابره زیاتې شوې دي او طبیعي خبره ده چې د چاودنو له وجې د بهرنیو عسکرو مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې ده.

د اژانس په وینا، په افغانستان کې د انعام ورکولوپروګرام ته ورته یو پروګرام په عراق کې هم امریکايي ځواکونو له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې ترلاس لاندې نیولی او هغو شیعه ملیشو ته چي خپلې وسلې تسلیموي، پیسي ورکوي .
XS
SM
MD
LG