د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۸

امریکا ته په بایسکل د نادرشاه ننګرهار د سفر په اړه یو مستند سریال جوړیږي


د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې چارواکي د یو شمیر سوادګرو سره یو ځای په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکوي .
د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې چارواکي د یو شمیر سوادګرو سره یو ځای په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکوي .

تاكل شوې ده چې د افغان اتل نادرشاه ننګرهاري د افغانستان نه امريكې ته د سفر څخه يو مستند سريال جوړ شي، چې په پښتو او درې ژوبو او ۷۰۰ برخې به ولري.

د افغانستان د سينماګرانو ټولنه غواړي، چې د يو شمېر ملي سوداګرو او خصوصي شرګتونو په مرسته د افغان اتل نادرشاه ننګرهاري له افغانستان څخه امريكې ته د بايسكيل په وسيله د سفر يو مستند سريال جوړ كړي.

د دغه سريال د جوړولو كار، چې ۷۰۰ برخې لري جوانشير فلم ته سپارل شوى دى، د جوانشير فلم مسوول جوانشير حيدري د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د دغه سريال د جوړولو په اړه يوې خبري غونډې ته وويل :

"ما سره خپل كاري پلان شته، دغه ۷۰۰ برخې سريال، چې موږ يې جوړوو خام مواد يې بېرته جوانشير فلم ته را استول كيږي، چې د دغو موادو له پخولو څخه ورسته به هر شپه په تلويزيون كې نندارې ته وړاندې شي، زمونږ له سفر څخه يو نيمه مياشت ورسته به د سريال خپرول پيل شي."

د ښاغلي جوانشېر په وينا د دغه سريال په جوړولو ټول څلور لكه او شل زره ډالره لګښت راځي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو د خونې مرستيال خان جان الكوزي په دې مناسبت جوړوې شوې خبري غونډې ته وويل، چې د يو شمېر سوداګرو او خصوصي شركتونو له خوا يې د دغه سريال د جوړولو په برخه كې د مرستو ژمنې تر لاسه كړي دي.

د سريال اتل نادر شاه ننګرهاري د دغه سريال د هدف په اړه خبريالانو ته وويل:

"د دې سریال هدف دا دی، چې موږ وکولای شو، څو هغه افغانان چې دا دېرش کالو کې خواره واره شوي دي سره يو ځای کړو او د افغانانو د سولې غږ دنیا ته ورسوو.
نادرشاه ننګرهاری له خپل بایسکل سره


نو له ټولو هېوادوالو څخه هیله لرو، چې موږ ته دعاګانې وکړي څو زموږ دغه سفر په بریالیتوب سره ترسره شي او زموږ دغه سریال د افغانستان د ورزشي او فرهنګي نمونې په ډول د نړۍ په آرشیفونو کې پاتې شي."

د ښاغلي ننګرهاري په وينا له ده سره به دا ځل په دغه سفر كې د فيروز خان په نوم د بايسكيل ځغلولو يو بل ديارلس كلن افغان اتل هم مل وي.

نادرشاه ننګرهاری هغه افغان اتل دی، چې په دې ورستيو كلونو كې يې له افغانستان نه امريكې ته د بايسكيل په وسيله سفر وكړ او د افغانانو د سولې پيغام يې د نړۍ په څوارلسو هېوادونو كې د نړيوالو تر غوږونو ورساوه.

كه څه هم دا ځل د سريال په ډول د دغه اتل د كارنامو د ثبتولو په موقع كې ايران د كار ډلې په پاسپورټونو كې د ويزو له لګولو ډډه كړې، خو افغان اتلان او سينماګران ناهيلي نه دي وايي، چې دا ځل به د ايران پر ځاى د خپل سفر دوهم هدف عربي امارات وټاكي.
XS
SM
MD
LG