ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته ځانګړې كړې او د الجزيرې د ټلويزيون د يو رپورټ په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې مالي فساد د افغان دولت او امريكا په جګپوړو كړيو كې دوام لري او د هغوى محاكمه امكان نه لري.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په افغانستان كې دوه لكه او پنځوس زره قرارداديان فعاليت كوي او دوى د افغانستان او امريكا ترمنځ د فساد يوه ځانګړې ليكه جوړه كړې.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې د امريكا په نوى ستراتيژۍ امريكايي چارواكي يوه خوله نه دي، ځكه د ورځپاڼې په وينا اوباما له افغانستان نه د ځواكونو د ويستلو خبره كوي، خو د دفاع او بهرنيو چارو وزيران يې بيا دا كار په خپلې بريا پورې تړلی بولي.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د لويديځو كړيو هڅې څيړل شوي او له هغې سره كيدونكو مخالفتونو ته په اشارې ليكلي، كه په افغان ولس كې د ملي ګټو پر بنسټ يووالې او همغږي راغله نو نړيوال به مجبوره شي، چې خپله قبله سمه كړي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا د ملي شورا د انتخاباتو په اړه د لويديځو كړيو روان دريځ ته په اشارې په څرګند ډول ليكلي، چې انتخابات يو قانوني او ملي بهير دی نه فرمايشي.
ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې د ملي شورا انتخابات بايد له اساسي قانون سره سم په راتلونكې پسرلي كې په خپل وخت ترسره شي.
ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې افغان ولسمشر د كنړ د وروستۍ پيښې د قربانيانو له كورنيو سره په ټليفون خبرې كړي او هغوى ته يې خپله ژوره خواخوږي څرګنده كړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په ستونزې تبصره كړې او د هغې پايلو ته يې په اشارې ليكلي، چې د دې كار دوام به د افغان ولس او نړيوالو ترمنځ باور زيانمن كړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې ليكلي، چې د روان جنګ برخه ليك د كړنو له اصلاح سره تړاو لري.
ورځپاڼې په دوام كې د بهرنيانو خپل سري پوځي عمليات، چې د ناسمو راپورونو پر بنسټ كيږي او د عامه خلكو مرګ ژوبله اساسي ستونزې بللي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې بيا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په موضوع تبصره كړې او د افغان ولسمشر په حواله يې ليكلي، چې افغانان له خپل هېواده د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره د يوې نيټې د ټاكلو غوښتونكي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې شته ستونزې هم څيړل شوي او ليكل شوي، چې دا ټولې ستونزې د افغانستان ګاونډيو رامنځ ته كړي دي.
اصلاح او انيس:
دغو دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس په خپله سرمقاله كې په لندن كې د جوړيدونكې غونډې په اړه ليكلي، چې دا په افغانستان كې د لومړيتوبونو د پيژندګلوۍ لپراه يوه ښه موقع بللې.
خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې د ملي امنيت د مرستيال ډاكټر عبداله لغماني د وژونكو په نيولو تبصره كړې او هغه يې د ملي امنيت د كاركوونكو ستره بريا بللې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په لندن كې د افغانستان په اړه په جوړېدنكې غونډې تبصره كړې او افغان دولت ته يې دا سپارښتنه كړې، چې دې غونډې ته بايد جامع طرحې وړاندې كړي، كه نه نو د ورځپاڼې په وينا بهرنيان به يو ځلې بيا په افغانستان خپل نظرونه وتپي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د اداري فساد په ستونزې بحث كړې او ليكلي، چې د امريكايي قرارداديانو او دولتي كړيو ترمنځ مالي فساد د افغانستان بيارغونه له خنډ سره مخ كړې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بشر د حقوقو روان حالت ته هم كتنه شوې او په دې ترڅ كې د بشر د حقوقو د څار ډلې فعاليتونه څيړل شوي او دا پوښتنه شوې، چې ايا دې ډلې په افغانستان كې واقع بينانه عمل كړې.